پښتون ژغورنې غورځنګ: د خیبر په رېګي للمه کې پولیسو زموږ درې غړي ووژل

Your browser doesn’t support HTML5

پښتون ژغورنې غورځنګ یا "پي‌ټي‌ایم" وايي چې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د "پولیسو او ایف‌سي ځواک په مستقیمو ډزو کې" یې درې غړي وژل شوي دي. غورځنګ د اکټوبر پر نهمه پر خپله رسمي ایکس‌پاڼه یا پخواني ټوېټر په بیان کې په ډزو کې د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو وېره ښودلې ده.