د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، د اسلامي دولت ډله یا داعش له افغانستانه د باندې مرکزونه لري او دوی د سیمې له هېوادونو غواړي چې دې ډلې ته د جلب و جذب اجازه ورنهکړي.
ښاغلي متقي دغه څرګندونې پرون جمعه په مسکو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په شپږمه مشورتي غونډه کې وکړې.
هغه وویل، داعش په وروستیو کې وتوانېد چې د افغانستان له پولو بهر روزنیز مرکزونه جوړ کړي.
پهدې اړه نوریاس نوري له افغان سیاسي شنونکي او د امریکا د ویسکانسن د پوهنتون له استاد نجیب ازاد سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې، چې د ښاغلي متقي اشاره د سیمې کومو هېوادونو ته ده چې د داعش ملاتړ کوي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5