د پښتون ژغورنې غورځنګ د پرلت پر کمپ اوښلن ګاز او ډزې

Your browser doesn’t support HTML5

غورځنګ وايي، پوليسو بيا د خيبر د جمرود سيمې په رېګي للمه کې د هغوی د راتلونکې جرګې لپاره پر جوړ شوي انتظامي کمپ بريد کړی. د انتظامي کمپ مشرانو مشال راډيو ته ويلي، پوليسو د اکټوبر په دوهمه ماسپښين درې بجې د دوی کمپ ته اور ورته کړ او د غورځنګ پر غړو يې اوښلن ګاز وکاراوه او مخامخ ډزې يې ورباندې وکړې.