د اسراييل پوځ: د ايران له لوري پر اسراييل توغندي توغول شوي

د ايران توغنديز بريد

د اسراییل پوځ وویل چې ایران په لسګونو بالسټیک توغندي پر اسراییل وویشتل.

د اسراییل د پوځ ویاند ډانیل هګاري وویل، پوځ تر اوسه په‌دې اړه چې ایا دغو توغندیو ځاني تلفات پېښ کړي کنه، معلومات نه‌دي ترلاسه کړي.

نوموړي چې له دغه برید شاوخوا یو ساعت وروسته یې خبرې کولې همدارنګه اعلان وکړ، چې د اسراییلیانو لپاره وضعیت خوندي دی او کولای شي له امن ځایونو راووځي.

د اسراییل د پوځ ویاند دغه برید جدي وباله او زیاته یې کړه چې هغه به عواقب ولري.

د اسراییل له‌خوا د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د جریکو ښاروال ویلي، یو فلسطینی له هوا د شنډ کړای شوي توغندي د ټوټو د راپرېوتو په پېښه کې مړ شوی او د اسراییل پولیسو هم په تل‌ابیب کې د ډزو او د چړو د ګوزارونو په برید کې د لږ تر لږه شپږ کسانو د وژل کېدو او نهه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا پر ټلېګرام چینل ولیکل چې ایران پر اسراییل په لسګونو بالسټیک توغندي وویشتل.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک وویل، د میزایلو په برید کې په تل‌ابیب او شاوخوا سیمو کې درې پوځي اډې په نښه شوې وې.

دغه ځواک همدارنګه خبرداری ورکړی چې که اسراییل غچ اخیستونکی اقدام وکړي، تهران به یې په وړاندې لا ویجاړونکی او ورانونکي ځواب ووایي.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني دغه برید ستایلی دی.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له‌مخې سپینې ماڼۍ وویل، د متحده‌ایالتونو ولسمشر جو بایډن د دغه برید له پیلېدو وروسته د امریکا پوځ ته امر وکړ چې د ایران د میزایلو په شنډولو کې له اسراییل سره مرسته وکړي.

د ملي امنیت د شورا ویاند وویل، بایډن او د هغه مرستیاله کامالا هریس د سپینې ماڼۍ د حالاتو له خونې دغه برید څاري او په منظم ډول ورته معلومات ورکول کېږي.

د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان وروسته وویل، ایران نژدې دوه سوه بالسټیک توغندي پر اسراییل وتوغول.

هغه دا د ایران له‌خوا په کړکېچ کې د پام وړ زیاتوالی وباله.

په ټول اسراییل کې د خطر زنګونه وهل شوي او اسراییلیانو هم د حکومت خبرداریو ته پام وکړاو د شپې په مخه په اسمان کې د توغندیدو له راڅرګندېدو د مخه یې ځانونه امن ځایونو ته رسولي وو.

ایران پر لبنان د اسراییل د وروستیو بریدونو په وړاندې چې د حزب‌الله ډلې د مشر حسن نصرالله په ګډون د دې ډلې ډېر لوړ پوړي غړي په‌کې ووژل شول، ګواښ کړی چې له اسراییل به د دغو بریدونو په خاطرغچ واخلي.

د اسراییل دفاع ورازت په یوه بیان کې وویل، د دفاع وزیر یواف ګالانټ له برید مخکې د امریکا له دفاع وزیر لویډ اسټن سره خبرې وکړې.

د بیان له‌مخې دوی د ملکي وګړو، د اسراییل له پوځي ځاینونو او هم په سیمه کې د امریکایي ځواکونو له اډو د دفاع لپاره د اسراییل د عملیاتو پر تیاریو خبرې وکړې.