ريچارډ بېنيټ د افغانستان د بشري وضعيت په اړه له بېلابېلو لوريو سره خبرې پيل کړي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنیټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنیټ وایي، سیمې ته یې د دې لپاره سفر پیل کړی، چې د افغانانو په ګډون له مختلفو لوريو سره په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه خبرې وکړي.

ریچارډ بېنیټ وایي، په ترکیه کې له څو ورځو ګټورو خبرو اترو وروسته اوس په قطر کې دی.

ښاغلي بېنیټ د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د قطر د شاهي متحدو خدمتونو د د دفاعي او امنیتي مطالعاتو د انستیتيوت له ريیس او د قطر د عامه پالیسۍ د کالج له استاد سلطان برکت سره یې په افغانستان کې د روان بشري وضعیت، د وړاندې تګ د ممکنه لارو او هم په‌دې اړه چې له کومې اغېزمنې لارې کېدای شي د افغانستان د خلکو ملاتړ وشي، رغونکې خبرې ترسره کړې.

نوموړي ویلي، د سیمې له هېوادونو په کتنه کې له مختلفو لوريو، افغان مېرمنو، نارینو او همدارنګه له کارپوهانو او دولتي چارواکو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې کوي.

د هغه په خبره دغه لیدنې کتنې راتلونکې اوونۍ په ژنیو کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د ۵۷مې غونډې لپاره د تیاریو په ترڅ کې ترسره کوي.

طالبانو په‌دې وروستيو کې پر ښځو بېلابېل سخت محدوديتونه ولګول چې ان د هغوی غږ هم عورت بلل شوی.

ریچارډ بېنیټ چې طالبانو افغانستان ته له ورتګ منع کړی او هغه یې په ناوړه تبلیغاتو تورن کړی، په خپله ټویټرپاڼه کې د طالبانو پر دغې پرېکړې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، د افغانانو د بشري حقونو د ساتنې او دفاع په برخه کې یې ورسپارل شوی ماموریت نه بدلېدونکی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو اړوند سختو پالیسیو ته پام چې په وروستي یوه فرمان کې یې په عام محضرکې د ښځو په لوړ غږ هم بندیز لګولی، پر طالبانو په کور دننه او بهر فشارونه زیات شوي، چې له خپلو دغو سختو پالیسو لاس واخلي.

په‌دې ترڅ کې د سویس په ژنیو ښار کې د افغانستان په دایمي استازولۍ کې چې تر اوسه یې چارې د افغانستان د ړنګ شوي حکومت چارواکي سمبالوي، سلاکار او د بشري حقونو د برخې مسوول محب‌الله تایب وایي، نړیواله ټولنه او نړیوال سیسټم باید په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونو ته متناسب ځواب ورکړي او که دغه ځواب هر څومره ځنډیږي، د ده په خبره طالبان همغومره زړه ور کېږي چې د خلکو له بشري حقونو څخه سرغړونې زیاتې کړي.

له شپږم ټولګي پورته او پوهنتون ته د نجونو پر ورتګ بنديز هغه محدوديت دی چې لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

ښاغلي تایب بېګاه ازادي راډیو ته وویل، دوی به په ژنیو کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په را روانه غونډه کې ټولو ښکېلو لوريو ته پر دې مسئلې ډېر ټینګار وکړي.

نوموړي وويل: "ایا له درې کالو وروسته د بشري حقونو شورا غواړي چې د افغانستان مسئله یوازې د ځانګړي راپور ورکونکي له لارې تعقیب کړي؟ ایا حاضره ده چې یو ګام وړاندې واخلي او د ځانګړې راپور ورکونکي چې افغانستان ته هم له سفر څخه منع شوی، ترڅنګ یو برتر مېکانیزم رامنځته کړي چې وکولای شي، له بشري حقونو څخه سرغړونې په درست شکل مستندې کړي او فرصت برابر کړي چې موږ هغه کسان چې دغسې فرمانونه او احکام صادروي او هم هغوی چې په تطبیق سره یې شپه او ورځ د خلکو د ربړولو، تکلیف او د هغوی د بشري حقونو د نقض سبب کېږي، وکولای شو یوه ورځ هغوی محاکمې ته راکاږو ترڅو د عدالت په وړاندې حساب ورکړي؟."

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو سخت چلندونه، په تېره د ښځو او نجونو په وړاندې چې هغوی یې له شپږم ټولګي لوړو زده‌کړو او په ډېرو دولتي ادارو او نادولتي مؤسسو کې له کارکولو منع کړی، یو له هغو اساسي مواردو ګڼل کېږي چې نړیواله ټولنه د طالبانو سرپرست حکومت چې له پیله یې څه باندې درې کاله وځي، په رسمیت ونه‌پېژني.