فرانسه: ټولنه کې د افغان مېرمنو ونډه له‌منځه وړل به د افغانستان پرمختګ ناممکن کړي

طالب عسکر د ښځو د يو لاريون پر مهال ډزې کوي، ارشيف

فرانسه وايي، د افغان مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی او په بېلابېلو برخو کې یې د ونډې له‌منځه وړل به د افغانستان پرمختګ ناممکن کړي.

فرانسه وايي، په افغانستان کې د خلکو د وضعیت د ښه کولو لپاره به له ټولو فشارونو کار واخلي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه (د اګسټ ۱۶مه) د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، تر کومه چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه پای ته ونه رسیږي، دغه هېواد به عادي حالت ته را و نه‌ګرځي.

په بیان کې اندېښنه ښودل شوې چې، د افغان مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی او په بېلابېلو برخو کې یې د ونډې له‌منځه وړل به د افغانستان پرمختګ ناممکن کړي.

"طالبانو د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پرېکړه لیک نه‌دی مراعت کړی

د بیان په یوې برخه کې راغلي: "طالبانو د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پرېکړه لیک نه‌دی مراعت کړی، دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل نه‌کوي او په پرله‌پسې ډول یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي."

فرانسه په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې غندي او د طالبانو هغه پرېکړه چې له‌مخې یې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز لګول شوی د منلو او توجیه وړ نه‌ده.

تر دې وړاندې د کاناډا او جرمني بهرنیو چارو وزارتونو هم د اګست پنځلسمې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د ۳ کاله پوره کېدو ورځې ته په غبرګون، په خپرو شویو بیانونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د کاناډا او جرمني له لوري په بیانونو کې راغلي و، چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ولسواکۍ، بشري حقونو او پوهنې په برخو کې د دوو لسیزو لاسته ‌راوړنې له‌‌منځه ولاړې، ښځې او نجونې په خپلو کورونو او ټولنو کې بندیانې شوي او د روښانه راتلونکې لپاره یې هیلې یې کمې دي.

په دې اړه نور: د جرمني د بهرنيو چارو وزيره: طالبانو تېرو درې کلونو کې د ميليونونه نجونو او ښځو هيلې مړاوې کړي

یو شمېر افغان مېرمنې هم نیوکه کوي چې، د طالبانو په راتګ دوی تقریبا په ټوله معنا له افغاني ټولنې حذف شوې دي.

نړیوال هم یوازې په‌دې اړه اعلامیې ورکوي، تر اوسه یې داسې کوم فشار په طالبانو نه‌دی راوړی چې دوی مجبور شي او موږ ته دغه حق راکړي.
د بلخ پوهنتون مخکېنۍ محصله

په پاکستان کې مېشتې د ښځو د حقونو فعالې فاطمې اعتمادي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې که زه د یوې مېرمنې په توګه خپل ژوند ته کتنه وکړم، له بده‌مرغه زه په لومړي قدم کې له دندې وشړل شوم، ورپسې د یوې ورزشکارې په توګه له فدراسیونه لرې شوم او په اخر کې د یوې ښځې په توګه له ټولنې هم حذف شوم، بیا مې چې کله د بې‌عدالتيو په اړه غږ پورته کاوه ګواښونه راته وشول او مجبوره شوم چې وطن او هر څه پرېږدم."

د بلخ پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي د درېیم کال یوې مخکېنۍ محصلې چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخيستل شي، هم ازادي راډیو ته وویل، د هرې ورځې په تېرېدو پوهنتون ته د بیا تګ په اړه یې هیلې مړاوې کېږي.

هغې وويل: "دا چې زموږ ښوونځي او پوهنتونونه بند دي د ناوړه پایلو په اړه یې ټول پوهېږي، خو د خلاصولو لپاره یې هيڅ عملي اقدام نه کېږي، نړیوال هم یوازې په‌دې اړه اعلامیې ورکوي، تر اوسه یې داسې کوم فشار په طالبانو نه‌دی راوړی چې دوی مجبور شي او موږ ته دغه حق راکړي."

کابل کې د طالبانو پر وړاندې د مېرمنو لاريون

د یادونې ده، چې د طالبانو له حکومت په کور دننه او بهر په وار وار د ښځو د حقونو د ورکړې په ځانکړي ډول د دوی د زده‌کړو او کار غوښتنه شوې، خو د درې کلنو په تېرېدو طالبانو دغو غوښتونو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی.

تازه د طالبانو حکومت د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر له یو کورني خصوصي ټلوېزون سره په مرکه کې ادعا کړې چې، د افغان ښځو د کار مخه نه‌ده نیول شوې او د نجونو د تعلیم لپاره دیني مدرسې پرانيستي دي.

د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي ادعا کړې چې، دا مهال ۸۵زره مېرمنې د دوی د حکومت په بېلابېلو برخو کې په دندو بوختې دي.

خو هغه دغه شان د طالبانو حکومت پر هغه دریځ چې په کراتو یې بیان کړی ټینګار کړی چې له شپږم ټولګیو څخه پورته د نجونې ښوونځي او پوهنتونونه به تر امرثاني پورې بند وي.