کندز کې يو شمېر ليلامي پلورونکې ښځې له بد اقتصادي وضعيت شکايت کوي

افغانستان کې يو ليلامي بازار - ارشيف

هغه شمېر ښځې چې په کندز ښار کې لیلامي توکي پلوري، له اقتصادي ستونزو شکایت کوی.

پنځوس کلنه ګل زرینې له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل، د تېر نظام پر مهال يې په یوې دولتي اداره کې د آشپږې په توګه کار کاوه او ژوند يې ښه روان وو، خو د نظام بدلون سره له دندې ګوښه شوې او اوس د سختو اقتصادي ستونزو له امله يې د لیلامي توکو پلورلو ته مخه کړي ده.

هغه وايي: "اوړي کې مو ګرمي سوځوي او ژمی مو یخني سوځوي او د سړک ترغاړې ناسته یم، چې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پېدا کړم، خو دلته مو کله دوکانداران نه پرېږدې او کله مو د امربالمعروف کارکوونکي ورپسې اخلي، د مجبوریت له وجهې دلته ناسته یم."

ګل زرینه زیاتوي، کومه ورځه چې ۵۰ -۶۰ افغانۍ وګټي بیا له نانوايي څخه خپلو ماشومانو ته ډوډۍ رانیسي.

ګل زرينه وايي: "پنځه بچیان لرم او خاوند مې ناروغه دی کار نه‌شي کولی، زه دغلته د لیلامي توکو د پېر او پلور کاروبار کوم، ترڅو د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړم، کومه ورځ چې یو څو روپۍ وګټم بیا خپلو بچیانو ته ډوډۍ اخلم، له ستونزو او کړوانو ډک ژوند تېروو."

پر افغانستان د طالبانو بیاځلي واکمنېدو سره په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګول شوی، چې دې مسئلې زیات شمېر کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو مخامخ کړي دي.

دا یوازې ګل زرینه نه‌ده چې له بد اقتصادي حالت څخه شکایت کوي، بلکې پنځوس کلنه مریم هم له ورته ستونزې سره مخامخ ده.

مریم وايي، مېړه يې په جګړو کې ټپي شوی و او د همدې ټپي کېدو له امله معیوب شوی او کار نه‌شي کولی.

که ما د کورنۍ سرپرست درلودی، نو هیڅکله مې دا کار نه کاوه، د زړو جامو پېرو او پلور هم پيکه شوی دی
تاج بي بي

د نوموړې په وینا چې اوس د کور ټول مسوولیت د دې غاړې ته لوېدلی: "د اقتصادي ستونزو له امله دلته راځمه او دغه زاړه کالي له نورو خلکو اخلم او بیا یې پلورم، په یو جوړه جامو کې ماته شل او لس افغانۍ ګټه پاتې کېږي، که کوم بل کار راته پېدا شي ولاکه دلته کېنم."

دغه لیلامي پلورونکي مېرمنې وايي، د سکون په فضا کې خپل کاروبار نه‌شي ترسره کولی، ځکه وخت نا وخت د امربالمعروف محتسبانو له‌خوا سپکې سپورې اوري او ان په عام محضر کې په لرګیو وهل کېږي.

څلوېښت کلنه تاج بي بي له دوه کلونو راهیسې د لیلامي توکو پېر او پلور ته مخه کړې.
هغې ازادي راډیو ته وویل: "ما له دوه کالو راهیسې دغه کار ته مخه کړي ده، ترڅو د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم، ځکه د کورنۍ سرپرست نه‌لرم، که ما د کورنۍ سرپرست درلودی، نو هیڅکله مې دا کار نه کاوه، د زړو جامو پېرو او پلور هم پيکه شوی دی ځکه زیات پېریدونکي نه‌لري، ځیني وخت د خلکو په کورونو کې هم کار کوم، چې بچیان مې وږې پاتې نه‌شي."

انځور - ارشيف

تر څو ځلې تماس نیولو وروسته د کندز د کار او ټولنيزو چارو د ریاست د چارواکو موږ ته ځواب رانه‌کړ.

پر افغانستان د طالبانو بیاځلي واکمنېدو سره په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګول شوی، چې دې مسئلې زیات شمېر کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو مخامخ کړي دي.

په‌داسې حال کې دغه مېرمنې له بد اقتصادي وضعیت څخه شکایت کوي، چې له‌دې وړاندې د ملګروملتونو دفتر ویلي وو، چې په افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلونه نفر بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.