د طالبانو بيا واکمنېدو درېيمې کليزې ته غبرګونونه؛ افغان مېرمنې: د خپلو حقونو لپاره مبارزه روانه ساتو

يو شمېر معترضې مېرمنې

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو په درې کلنۍ سره، د افغانستان دننه او بهر یو شمېر افغان نجونو، ښځو او د دوی د حقونو فعالانو اعتراضونه کړي دي.

دوی یې تیاره ورځ بولي او پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د افغانستان د نجونو او ښځو له مقاومت څخه ملاتړ وکړي او د هغو ښځو ترڅنګ ودرېږي چې د حقونو، عدالت او ازادۍ لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

څومره چې افغانان چپ پاتې شي، وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي
يوه معترضه نجلۍ

یوه له‌دې اعتراض کوونکو څخه چې نه‌غواړي خپل او د اوسېدو د ځای نوم واخلي، ازادي راډيو ته یې وویل: "زموږ خاموشي او ویره د طالبانو لویه وسله ده. څومره چې افغانان چپ پاتې شي، وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي، نو موږ افغان مېرمنې له افغانانو غواړو چې له طالبانو دې نه ویریږي او د خپلو حقونو او ازادیو لپاره دې مبارزه وکړي او غږ پورته کړي."

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ مسوولې مریم معروف اروین ازادي راډيو ته وویل، دې غورځنګ هم نن ورځې په کابل، تخار، پنجشېر او بلخ ولایتونو کې اعتراضونه درلودل.

هغه وايي: "موږ په‌دې اعتراض کې وویل چې، د طالبانو په خپله اعلان کړي حکومت دوام په افغانستان کې د افغانانو په ځانګړي توګه افغان مېرمنو او نجونو، زیان منونکو قومونو او مذهبي لږکیو، د تدریجي مرګ د دوام لامل کېږي او افغانستان کولای شي چې د سیمې او نړۍ امنیت لپاره یوه لویه ستونزه رامنځته کړي."

د يو شمېر معترضو مېرمنو اعتراضيه غونډه، له ارشيفه

د افغان مېرمنو او فعالانو دا اعتراضونو یوازې د افغانستان دننه محدود نه‌دي، بلکې له افغانستانه بهر هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د اګست د ۱۵مې نېټې د طالبانو د بیا واکمنېدو د درې کاله پوره کېدو د ورځې په غبرګون، بېلابېل اعتراضونو شوي دي.

د ښځو د حقونو فعالې فوزیې وحدت د دې اعتراضونو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "سږکال موږ وشو کولای چې په ۱۶هېوادونو او ښارونو کې اعتراضونه ترسره کړو. دا اعتراضونو د اګست له ۱۰مې نېټې پیل تر ۱۷مې به دوام وکړي. نن د اګست په ۱۵مه موږ په برلین، هامبورګ، افغانستان، پاکستان، لندن، فرانسه او یو شمېر نورو هېوادونو کې اعتراضونه لرو."

"سږکال موږ وشو کولای چې په ۱۶هېوادونو او ښارونو کې اعتراضونه ترسره کړو.
فوزيه وحدت

هم‌مهاله د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا هم د دغه ورځې په تړاو په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو هغه ژمنې چې د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو درناوي په اړه یې کړې وې، د دوی کړنو سره په کلکه په تضاد کې دي.

د دې اعلامیې په دوام کې راغلي چې، موږ د طالبانو د واکمنۍ په‌دې درې کلونو کې د پراخو سرغړونو شاهدان یو، چې په هغو کې د ښځو پر حقونو سخت بندیزونه، د بیان ازادۍ او د ازادو رسنیو ځپل، خپل‌سري نیونې، جبري لادرکه کول، اعدامونه او د خلکو پر ورځني ژوند هر ډول محدودیتونه شامل دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ۲۰۲۱م کال د اګست پنځلسمه کې واک ته د طالبانو بیا رسېدو ته کتنه

په ورته وخت کې د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت‌الله نبیل، د افغانستان د مخکېني نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي، د ملي امنیت پخواني رییس او د سولې د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزي، د دې هېواد په جمهوري نظام کې د ملي امنیت پخوانی سلاکار داکتر رنګین دادفر سپنتا او یو شمېر نورو سیاسي څېرو په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د طالبانو حکومت د بیا واکمنېدو د د درې کلنۍ د ورځې په اړه غبرګون ښودلی.

درې کاله مخکې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه همدا ورځ، د طالبانو حکومت د پلازمېنې کابل په نیولو سره په افغانستان کې بیاځلي واک ترلاسه کړ.

دوی واک ته له رسېدو وروسته د یو شمېر فرمانونو په صادرولو سره د نجونو پر زده‌کړو، کار، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو، دغه شان د دوی پر ګرځېدو راګرځېدو او ډېرو نورو برخو بېلاېیل محدودیتونه ولګول چې افغان ښځو یې په کور دننه او بهر په غبرګون په اعتراضونو لاس پورې کړ، چې لړۍ یې تر ننه روانه ده.

که څه هم طالبانو تل ادعا کړې، چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژمن دي خو نړیواله ټولنې او افغان نجونو او ښځو ته د منلو نه‌دي.