د ایران د ولسمشر مرستیال محمد جواد ظریف د دندې تر پیل یواځې څو ورځې وروسته استعفی ورکړه

د عکس ښي لور ته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او چپ لور ته محمد جواد ظریف چې د پزشکیان مرستیال و.

د ایران د ولسمشر مرستیال محمد جواد ظریف د دندې تر پیل یواځې څو ورځې وروسته استعفی ورکړه.

محمد جواد ظریف د خپلې استعفی لپاره ګڼ دلایل وړاندې کړي، خو یو یې د خپلو ماشومانو د امریکايي تابعیت په تړاو فشارونه یاد کړي دي.

ظریف چې پخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی د ایران د اوسني ولسمشر مسعود پزشکیان ملاتړی وو او د هغه د کابینې په جوړښت کې یې خاص رول درلود.

محمد جواد ظریف

ظریف په خپله ایکس‌پاڼه په بیان کې ویلي چې استعفی یې یکشنبه نه بلکې تېره اوونۍ کړې وه.

هغه د دوشنبې په ورځ په خپل بیان کې زیاته کړې چې ځینې خلک پر دولت د فشار راوړلو لپاره د ده د دندې په تړاو بېلابېل نظرونه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې چې د دولت په کار کې د هر ډول خنډ او پلمې د مخنیوي لپاره یې تېره اوونۍ په یوه لیک کې د ولسمشرۍ له ستراتیژيک مرستیالۍ منصرف شوی.

د ظریف د استعفی تر اعلان مخکې د هغه یوه منتقد او د پارلمان غړي حمید رسايي په ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې د دولت په مهمو او حساسو بستونو کې باید د دوه ګونو تابعیت لرونکو کسانو مقرري سمدستي لغوه شي.

د ایران په رژیم کې پخوا هم دوه ګوني تابعیت لرونکو چارواکو باندې انتقادونه وو او د لوېدیځ د نفوذ "کانالونه" یادېدل.

محمد جواد ظریف د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په دوره کې له امریکا او لوېدیځ قدرتونو سره د اټومي پروګرام پر سر د خبرو په خاطر په خلکو کې شهرت ترلاسه کړی وو.

خو په نړیوالو سټېجونو د بشري حقونو د نقض د توجیه له هغې ډلې د ایران د سپاه پاسداران په توغندیو د اوکراینۍ الوتکې د نسکورولو په اړه څرګندونې د دې لامل شوې چې پر ظریف ګڼې نیوکې وشي.