د روسي چارواکو ادعا: د اوکرايني ځواکونو د پرمختګ مخه مو نيولې

د روسیې دفاع وزارت له‌دې وړاندې ادعا کړې وه چې په کورسک سیمه کې يې د اوکراین ۶ بې‌پیلوټه الوتکې راغورځولي او ۵ توغندي يې شنډ کړي دي.

په‌داسې حال کې چې د روسیې پر سرحدي کورسک سیمې د اوکرایني ځواکونو د بریدونو راپورونه ورکول کېږي روسيي چارواکې وايي، د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ مخته يې نیولې او څو بې‌پیلوټه الوتکې او او توغندي يې شنډ کړي دي.

د روسيې د دفاع وزارت په نننۍ اعلامیه کې راغلي، د اوکرایني ځواکونو هغه هڅې يې شنډ کړي، چې غوښتل يې دا سیمه ونیسي.

د روسیې دفاع وزارت له‌دې وړاندې ادعا کړې وه چې په کورسک سیمه کې يې د اوکراین ۶ بې‌پیلوټه الوتکې راغورځولي او ۵ توغندي يې شنډ کړي دي.

د دې وزارت په خبره، په بیلګورود سیمه يې هم ۱۴ بې‌پیلوټه الوتکې راغورځولي دي.

مسکو وایي، دغه برید د ټانکونو، زغره والو موټرو او توپخانې پر مټ شوی دی.

د بیلګورود د سیمې والي ویاچسلاوف ګلادکوف ادعا کړې، چې د اوکرایني ځواکونو د ډزو په پایله کې یو تن وژل شوی او بل کس ټپي دی.

بل پلو د اوکراین په خیتځ کې د دونیتسک والي انسووادیم فیلاشکین پر خپل ټلېکرام په یو پیغام کې ویلي، د روسيې ځواکونو په ډزو کې په‌دې سیمه کې دوه ملکیان وژل شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ د کورسک سرپرست والي الیکسي سمیرنوف، پولې ته نژدې په دغه سیمه کې د اوکرایني ځواکونو له‌خوا د ځمکنیو بریدونو د دوام له کبله اضطراري حالت اعلان کړی دی.

مسکو وایي، دغه برید د ټانکونو، زغره والو موټرو او توپخانې پر مټ شوی دی.

که څه هم مسکو ادعا کړې چې په‌دې سیمه کې يې د اوکرایني ځواکونو بریدونه شنډ کړي، خو د روسیې پخواني ولسمشر او د امنیت شورا اوسني مرستیال دیمیتري میدویدیف د دغه هېواد پر ځواکونو غږ کړی چې د اوکراین دننه پرمختګ ته دوام ورکړي.

په دې اړه نور: امريکا له اوکراين سره د ۱،۷ ميليادر ډالرو نوې مرسته اعلان کړه

میدویدیف په کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو د یرغل په اړه وویل، مسکو باید د هغو سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې وکړي چې روسیه یې خپلې ګڼي او د اوکراین په اودیسه، خارکیف، دنیپرو، میکولایف او کییف سیمو کې پرمختګ ته دوام ورکړي.

په عین حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، اوکراین تورن کړ چې ملکي او د استوګنې سیمې په نښه کوي.

بل پلو د روسیې وېب لیکونکو راپور ورکړ، چې اوکرایني ځواکونو د کورسک سیمې پر لور د پرمختګ په ترڅ کې څو کلي نیولي دي.

په‌داسې حال کې چې اوکرایني چارواکو پر کورسک د دغه هېواد د ځواکونو د برید په اړه څه نه‌دي ویلي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ د پر روسي ځواکونو د بریدونو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وويل: "دښمن بايد په داسې دقت او موثریت چې زموږ سرتیري ورسره بلد دي، له‌منځه يوړل شي څو پايلې ترلاسه کړو."

هغه زیاته کړه، چې پر روسیې له زیات فشارونو سره به سوله نږدې شي.