د زهرو کاروان په دې خپرونه کې اورئ چې د افغانستان په لوېدیځ کې اعتیاد د ځينو کورنیو جوړښت ټوټه ټوټه کړی دی.
په یوه راپور کې به واورئ چې د طالبانو حکومت له نشهیي موادو سره د مبارزی لوی کمېسیون بیا جوړ کړی، خو مهم وزارتونه یې له تشکیله ایستل شوي دي.
له یوه متخصص ډاکتر سره په مرکه کې ترې پوښتل شوي چې د معتاد په درملنه کې روغتیایي معیارونو ته نه پاملرنه څه عواقب لري؟
د خپرونې په دوام به یو معتاد ووایي چې اعتیاد یې ژوند له کومو ستونزو سره مخ کړی او د خپرونې په دوام په زړه پورې ډرامه هم اورېدلی شئ.
دغه پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5