وسله‌والو د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر پوځي مرکز برید کړی

Your browser doesn’t support HTML5

نن د جولای ۱۵مه سهار وختي وسله‌والو کسانو د خیبر پښتونخوا په بنو کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځ له یوه مرکز سره جنګولی دی. چارواکي وايي، په برید کې تراوسه ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې لا معلومه نه ده. دا مهال په پوځي مرکز کې دننه د وسله‌والو او پوځي سرتېرو ترمنځ جګړه روانه ده.