د زهرو کاروان د دې اوونۍ خپرونه کې اورئ چې په نیمروز ولایت کې لسګونه معتادین د ګرمۍ او روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسۍ له امله مړه شوي دي.
له یوه متخصص ډاکتر سره په مرکه کې له هغه پوښتل شوي چې معتاد ولې د روغ انسان په پرتله د ګرمۍ او سړې هوا په وړاندې کمزوری وي؟
له بلخ څخه به په یو راپور کې واورئ چې طالبانو سږ کال په دې ولایت کې یوازې دوه زره جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.
د خپرونې په دوام له یوه معتاد سره د زړه خواله شوې او په وروستۍ برخه کې د خپرونې ډرامه خپرېږي.
دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5