د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمېشنري "یواینایچسيآر" وایي، په افغانستان کې ۴۰۰ زره نابینایان شتون لري او ۱.۵ میلیونه نور بیا د لید له ستونزې سره مخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمېشنرۍ یا "یواینایچسيآر" د یکشنبې په ورځ د جولای پر ۷مه په خپله ایکسپاڼه د یو راپور په خپرولو سره ویلي، په افغانستان کې د نابینایانو یا هغو کسان چې کمزوری لید لري ۶۰سلنه یې د درملنې وړ دي چې بېرته بینا شي.
دغه سازمان ویلي، ډېری نابینایان او د کم لید درلودونکي کسان د "مرواریدو اوبو" له درکه ځورېږي چې د روغتیایي اسانتیاوو د شتون په صورت کې به ان په یوې ساده جراحۍ سره درملنه وشي.
"یواینایچسيآر" د روغتیا نړیوال سازمان په حواله په خپل راپور کې لیکلي چې د افغانستان د ۴۳میلیونه نفوس له ډلې ۴۰۰زره یې نابینا دي او ۱.۵ میلیونه نور یې کمزوری لید لري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، په افغانستان کې نابینا ښځې له ټولنې منزوي او له جسمي او روحي اړخه ځورول کېږي.
دغه سازمان زیاته کړې چې ډېری نابینا ښځې د خپل ژوند ډېری برخه تر تړلو دروازو شاته تېروي او ښوونځي له تګ او د ژوندانه د مهارتونو اوکورنۍ جوړولو له فرصتونو بې برخې پاتې کېږي.
له دې سره د نابینانو له ډلې ملکه چې د طالبانو د حکومت لهخوا د نجونو پر منځنيو زده کړو تر بندیزونو مخکې د يوولسم ټولګي زده کوونکې وه، وایي، چې له زېږېدو راهیسې نابیانا ده.
هغه اوس پر اوبدلو او د انګلیسي ژبې پر زده کولو بوخته ده.
ملکې د خپلو ټولنیزو ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه فعلاً په یو کورس کې په وړیا توګه انګلیسي وایم، باور وکړئ هر ورځ چې زه ځم له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږم، لومړی دا چې کله موټر ته پورته کېږم، ښې خبرې نه اورم، وایي، دا چې نیمګړې او ناقصه یې او معیوبه یې نو هېڅ لازمه نه ده چې دومره ځان په زحمت کړې او چېرې ولاړه شې."
ملکه وایي، د سترګو ډاکترانو ورته ویلي چې د عمر په زیاتېدو به یې د سترګو لید نور هم کمزوری شي.
نوموړې د ځان د نابینا توب لامل د مور او پلار د خپلوۍ اړیکې بولي.
۳۸ کلن جواد نادر پور بل نابینا افغان او د یوې ماشومې پلار دی چې دا هم له پیدایښت راهیسې نابینا دی.
دی وایي، مور یې پر ده د امېندوارۍ پر مهال د ډاکتر له توصیې پرته کوم ډول درمل خوړلي وو چې د همغو درملو د اغېز له امله پر دغې دایمي ستونزې اخته شو.
جواد له مرستندویه بنسټونو او سازمانونو غواړي، هغه نابینایان چې درملنې امکان یې وي، مرسته دې ورسره وکړي.
هغه وایي: "په افغانستان کې اسانتیاوې ډېرې نه شته، ډېری نابینایان د ښوونې او روزنې د نه لرلو له امله د ټولنې د اوږو بار شي، نو له همدې امله لازمه او ضروري ده، هغه بنسټونه چې توان یې لري، خصوصي سکتور او نړیوال بنسټونه په دې برخه کې هڅې وکړي."
Your browser doesn’t support HTML5
له دې وړاندې د سویډن کمېټه په افغانستان کې یو نړیوال بنسټ و چې معلولیت لرونکو کسانو او نابینایانو ته یې روغتیایي خدمتونه وړاندې کول.
خو دغې کمېټې څو میاشتې مخکې په سویډن کې د قران کریم د سوځېدو تر پېښې وروسته د طالبانو د حکومت د یو فرمان پر بنسټ په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.
که څه هم دې کمېټې ټینګار کاوه چې دا یو غیر دولتي او بې پرې سازمان دی، خو بیا یې هم په افغانستان کې فعالیت ودرول شو.
تر دې مخکې هم اکثرو مرستندویه بنسټونو او سازمانونو هم په افغانستان کې پر ښځو د کار د طالبانو د حکومت د بندیزونو له امله خپل فعالیتونه کم کړي او یا یې هم ځنډولي چې له امله یې د نابینایانو په ګډون روغتیایي او بشري مرستو ته د افغانانو اړتیاوې زیاتې کړې دي.