د یوې روږدې کورنۍ ویجاړ شوی ژوند؛ امیر محمد: هر څه مو د نشه‌يي توکو لپاره وپلورل

Your browser doesn’t support HTML5

امیر محمد او مېرمن یې ۱۷ کاله کېږي چې روږدي دي او له خپلو دوو ماشومانو سره د فېروز کوه په سړکونو کې ژوند کوي. هغه وايي، د خپل کور هر څه یې خرڅ کړي څو نشه‌يي توکي پرې واخلي. په دې وروستیو کې سېلابونو د هغوی یوازینۍ سرپناه هم ویجاړه کړې ده.