افغانستان کې د هندواڼو د حاصلاتو زیاتوالی؛ ځینې بزګران: بازار سوړ او بیې یې ټیټې دي

ارشیف: په کندهار کې د هندواڼو د پلور یو دوکان

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر کروندګر وايي، که څه هم سږ کال د هندواڼو حاصلات ښه دي، خو بازار یې سوړ دی او په تيټه بیه پلورل کېږي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د تازه مېوو په ځانګړي ډول د هندواڼو د حاصلاتو د راټولولو فصل پیل شوی، یو شمېر کروندګر یې له سوړ بازار او تيټې بیې شکایت کوي.

په کندز ولایت کې یو تن کروندګر اسدالله عربزاده ازادي راډیو ته وویل، د هندواڼو حاصلات ښه دي، خو بازار یې ښه نه دی.

هغه وايي: "اوسمهال بیې ډېرې ټيټې دي. مصارف لوړ دي. یوه بورۍ کوډ مو په ۴۵۰۰ افغانۍ واخیسته، خو دا مهال یو من هندواڼه د ۱۲ تر ۲۵ افغانیو خرڅېږي. بهرني بازارونه نه لرو چې صادر یې کړو، او ګاونډيو هېوادونو کې په ښې بیې وپلورل شي."

د هرات ولايت يو تن کروندګر احمد سعيد وايي چې سږ کال په ډېر لګښت او زيار سره ١٢ جريبه ځمکه کې هندواڼې کرلي، خو دا هم وايي بازارونه ډېر ساړه دي.

هغه وویل: "په ویالو کې اوبه وچې شوې دي، موږ له سولر څخه کار اخلو او له څاه اوبه راباسو چې ډېر لګښت لري. هندواڼه ډېرو اوبو ته اړتیا لري. سږ کال حاصلات ښه دي، خو بازار یې ښه نه دی."

ناصري وايي: فکر نه کوم سږ کال کوم لګښتونه مو چې په هندواڼې کړي پوره یې کړو. له بده مرغه په بازار کې نرخونه زموږ د غوښتنې په پرتله ټیټ دي.

د ننګرهار ولایت یو تن کروندګر طارق ناصري بیا وايي، د خلکو کمزوری اقتصاد دومره تيټ دی چې هندواڼې په دې ارزانه بیه هم نه شی اخیستلای، او له ګاونډیو هېوادونو څخه راواردېږي.

ناصري وايي: "فکر نه کوم سږ کال کوم لګښتونه مو چې په هندواڼې کړي پوره یې کړو. له بده مرغه په بازار کې نرخونه زموږ د غوښتنې په پرتله ټیټ دي. دا دوه لامله لري؛ لومړی دا چې د خلکو اقتصاد کمزوری دی او دوهم دا چې هندواڼه له ایران او پاکستانه هېواد نه هم راځي، دا مهال یو من هنډوانه د ۳۰ تر ۳۵ افغانۍ پورې خرڅېږي."

دغه کروندګر او د ځمکو خاوندان وايي چې په افغانستان کې د تازه مېوو د حاصلاتو د راټولولو فصل له پیلېدو سره باید د طالبانو حکومت له ګاونډیو هېوادونو څخه په تازه مېوو په ځانګړي ډول په هندواڼو ګمرکي تعرفه لوړه کړي او په ورته وخت کې له افغانستانه بهر یې د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د کرنیزو تولیداتو خونې اجراییه رییس وسیم صافی په یو شمېر ولایتونو کې د هندواڼو د حاصلاتو زیاتوالي تاییدوي او وايي چې سږ کال یوازې په کندز ولایت کې د هندواڼو حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي دي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد په دې اړه پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی او د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول خان جان الکوزی وايي، که څه هم د افغانستان د تازه مېوې صادرات په ښه حالت کې دي، خو د افغانستان هندواڼه یوازې پاکستان او کله هم د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادرېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی او د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول خان جان الکوزی

الکوزي وویل: "زموږ ډېری تازه مېوې پاکستان ته صادرېږي. د دې لپاره چې د ایران او ازبکستان په څېر نور هېوادونه مېوې لري، هنډوانه هم یواځې پاکستان ته لېږدول کېږي او کله هم د منځنۍ اسیا هېوادونو ازبکستان او ترکمنستان ته صادرېږي او زموږ د تازه مېوو صادرات هم ښه روان دي."

خو هغه د هندواڼو په ګډون د تازه مېوو د صادراتو کچه په ډاګه نه کړه.

دا یوازې د هندواڼو کروندګر نه دي چې د پلور له کموالي او د بازار له نشتوالي شکایت کوي، تر دې مخکې هم یو شمېر باغدارنو او کروندګرو له ازادي راډیو سره په مرکه کې د بازار له نشتوالي او د دوی د محصولاتو د پلور او ساتلو لپاره په کافي اندازه سړو خونو له نشتوالي شکایت کړی و او ویلې یې وو چې د دوی د محصولاتو صادراتو ته لازمه زمینه نه ده برابره شوې.