د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

کندز چارواکي: د هندواڼو او خټکیو حاصلات زیات شوي؛ بزګران: بازار نه لري


د کندز هندواڼې او خټکي
د کندز هندواڼې او خټکي

په کندز کې د کرنې ریاست چارواکې وايي، د تېر کال پرتله سږکال دې ولایت کې د خټکیو او د هنداڼو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی، خو بزګران یې له ناامنیو سرټکوي.

دوی وايي، ولسوالیو کې او د لویو لارو په اوږدو جګړې روانې دي، خو سوداګر زړه نه ښه کوي چې له دوی دې خټکي او هندواڼې واخلي څو نورو ولایتونو ته یې انتقال کړي چې دې مسالې کروندګر له اقتصادي زیانونو سره مخ کړي.

د کندز د ګلتېپې ولسوالۍ یو کروندګر امیرمحمد وايي، سږکال د خټکیو حاصلات ښه دي، خو په وینا یې بازار نه لري: "سږکال خټکیو ښه حاصلات ورکړي، خو لارې خرابې دي، جګړې دي او لاره کې سل ستونزې دي. مارکيټ نشته، خریدار نشته مارکیټ په ټپه ولاړ دی."

د کندز د چهاردرې کروندګر ۴۰ کلن ظفر ځدراڼ وايي، سږکال روانو جګړو د کروندګرو خواري په سېند لاهو کړه: "یوه پاکستانۍ او ایرانۍ هندواڼه به مو کیلو په ۳۰ افغانۍ پلورله، خو اوس زموږ هندواڼې څوک نه اخلي، ولسوالیو کې جنګ دی، لارې بندې دي دهقان کار تباه دی."

د کندز د چهاردرې کروندګر ۴۰ کلن ظفر ځدراڼ وايي، سږکال روانو جګړو د کروندګرو خواري په سېند لاهو کړه
د کندز د چهاردرې کروندګر ۴۰ کلن ظفر ځدراڼ وايي، سږکال روانو جګړو د کروندګرو خواري په سېند لاهو کړه

د کندز ښار یوتن سوداګر۳۵ کلن عبدالودود له دشت ارچي ولسوالۍ دوه موټره هندواڼې راوړي، خو وايي، د بازار نشتوالي له امله کروندګر زیانمن شوي: "حاصلات ښه دي خو بېه یې نشته، یو ډاکسن هندواڼې ۲۵۰۰ او ۳۰۰۰ زره له موږه غواړي، زر روپۍ د موټر کرایه ورکوو، موږ ته زر روپۍ هم نه پاېیږي، دا نرخ زموږ کړی مصرف هم نه پوره کوي."

د دې ولایت کروندګر له اړوند دولتي چارواکو غواړي، د بازارموندنې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

د کندز د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالهادي قرلق بیا ټېنګار کوي چې دوی خپلې هڅې پیل کړي، څو د کروندګرو محصولاتو ته مناسب مارکیټ پېدا کړي: "سږکال کندز کې د خټکیو او هندواڼو د حاصلاتو کچه د قناعت وړ ده، ځکه د تېرکال پرتله سږکال دې ولایت کې د خټکیو په حاصلاتو کې ۷ سلنه او د هندواڼو په حاصلاتو کې ۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی."

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئیس عبدالهادي قرلق
د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئیس عبدالهادي قرلق

د کندز خټکي په بېلابېلو نومونو یادېږي لکه عسقلاني، برګ نۍ، ارکاني، زرمتین، جېم تور، ګرګک، ګرمه، زنبورچه، دانیاري، جاروفي، قندک، اندلک، شین مغزۍ، مجرې، کندلانتور، بوري کله، اله پوچاق او غازې خاني، خو غازې خاني، زرمتین او عسقلاني له ځانګړي خوند او شهرته برخمن دي.

کندزپه شمال ختیځ زون کې د هېواد له مهمو کرنیزو ولایتونو شمېرل کېږي او د نوموړي ولایت ۸۵ سلنه اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي چې عواید یې هم له همدې درکه دي.

XS
SM
MD
LG