افغان لوبغاړې د کډوالو تر بیرغ لاندې په المپیک کې سیالي کوي

Your browser doesn’t support HTML5

منیژه تلاش به سږ کال د پاریس په المپيک سیالیو کې د برېک‌ډانس برخه کې ګډون کوي، خو د افغانستان استازیتوب نه کوي. هغه د المپیک کډوالو لوبډله کې شامله شوې ده. په افغانستان کې طالبان اجازه نه‌ ورکوي څو ښځې سپورټي فعالیتونو کې برخه واخلي. د برېک‌ډانس رشته د لومړي ځل لپاره د المپیکي سیالیو برخه ګرځېدلې.