قیس د لغمان ولایت اوسېدونکی دی چې د نشو له امله له څو میاشتو راهیسې په یوه دولتي روغتون کې بستري دی.
دی چې تر نشې مخکې یې د شخصي کاروبار ترڅنګ په یوه خصوصي تلوېزیون کې تفریحي خپرونه چلوله او خلک به یې خندول، اوس يې نشې څېره دومره وربدله کړې چې خلک ورپورې خاندې.
قیس وايي چې نږدې و د نشې له امله خپل زوی له لاسه ورکړي.
قیس څنګه او ولې خپل زوی د مرګ له ګواښ سره مخ کړ او د نشو له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی؟
په دې اړه یې د زړه خواله کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5