د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

ارواپوهان: نشه پر ځان اعتماد له منځه وړي


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین

ارواپوهان وايي چې نشه يي مواد د انسان پر ذهن ناوړه اغېزې کوي چې په نتیجه کې معتادین پر ځان بې باوره کېږي، خپلې وړتیاوي او مهارتونه ورته ډېر بې ارزښته ښکاري.

دوی د ژوند په ځینو مهمو مسائلو کې پرېکړې نه شي کولای او خپلو هدفونو ته د رسېدلو توان نه لري.

نشه ولې پر ځان باور کمزوری کوي او یا يې یو مخ له منځه وړي، د نشې په کوم پړاو کې پر ځان د باور له منځه ځي، د هغو کسانو نښې نښانې څه دي چې پر خپلو ځانونو بې باوره دي او څنګه کولای شو چې په روغو شویو معتادینو کې پر ځان باور بېرته را ژوندی کړو؟

په دې اړه له ارواپوه مطیع الله وزیري سره مرکه شوې او په پیل کې ترې پوښتل شوي چې په ارواپوهنه کې پر ځان باور یا اعتماد څه ته وايي؟

د مرکې د اورېدو لپاره لاندې لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:50 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG