د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

داودزی: طالبانو د کوکنارو د کښت منع کولو په مسئله کې د بزګرانو وړانديزونو او ستونزو ته پام نه دی کړی


 د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزير، محمد عمر داودزی
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزير، محمد عمر داودزی

له دوو کالو راهيسې چې د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړی، د کوکنارو د کښت ویجاړولو عملیات د بزګرو له مزاحمت او اعتراضونو سره مخ شوي دي.

په بدخشان ولایت کې تازه بزګرو د کوکنارو د کښت ویجاړولو پر وړاندې مظاهره وکړه او ټينګار يې وکړ چې د بديل کښت او اقتصادي مرستو پرته به د کوکنارو د کښت ویجاړولو د عملیاتو مخه ونيسي.

په دې اړه زموږ همکار مرسلین ارسلا د افغانستان د کورنیو چارو له پخواني وزير محمد عمر داودزي سره مرکه کړې او په پیل کې يې پوښتلی چې د کوکنارو د کښت له مسئلې سره د طالبانو د حکومت چلند څومره واقعبینانه دی او د دې کار تر شا کوم هدفونه لري؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:48 0:00

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG