د ملګرو ملتونو یوه چارواکې: د طالبانو په بند کې "رايان کوربټ" د مرګ له ګواښ سره مخ دی

د عکس چپ لور ته رایان کوربټ او ښي لور ته د هغه مېرمن

د ملګرو ملتونو یوه چارواکې وايي، د طالبانو له‌خوا نیول شوی امریکایی رایان کوربټ بېړنۍ روغتيايي پاملرنې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو یوه ځانګړې راپور ورکوونکې خبرداری ورکوي چې رایان کوربټ، هغه امریکایی چې له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په بند کې دی، روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله د نه جبرانېدونکو زیانونو او ان د مرګ له ګواښ سره مخامخ دی.

د شکنجې او نورو ظالمانه مجازاتو، غیر انساني او سپکاوي ډک چلند په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې الیس جیل اډوارډز د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې اندېښنه ښودلې چې کوربټ له ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخ دی او سمدستي روغتيايى پاملرنې او مرافبت ته اړتیا لري.

اغلې اډوارډز زیاته کړې چې د دغه امریکايي روغتیايي حالت په زندان کې ډېر خراب دى او څو ځله یې د ځان وژنې او ځان ځورونې نیت کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه ځانګړې استازې د دې په څرګندولو سره چې د بشري مرستو د ياد رسونکي د توقیف شرایط په بشپړه توګه نامناسب او له نړیوالو معیارونو سره برابر نه دي او له طالبانو یې وغوښتل چې له ځنډ پرته په ملکي روغتون کې د رایان کوربټ درملنه وکړي.

د اغلې اډوارډز په وینا، طالبان کوربټ په وړو وړو کوټو کې چې لمر نه ورسېږي ٢۴ ساعته د ورځې د ځمکې لانې ساتي، هغه یوازې کله ناکله د لنډو لیدنو او حمام لپاره ایستل کېږي، تل د وسله‌والو ساتونکو تر څارنې لاندې وي.

هغې دا هم ويلي چې رایان کوربټ اغېزمنې حقوقي مرستې ته لاسرسی نه‌لري او د خپلې کورنۍ سره تر اوسه ډېر کم ټلیفوني اړیکې لرلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو يو شمېر فعالان او د نړيوالو اړيکو پوهان روغتيايي خدمتونو ته د نوموړي نه لاسرسى او له کورنۍ سره د تماس نشتوالى له بشري حقونو څخه سرغړونه بولي او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ او د روادارۍ په نوم د بشري حقونو د سازمان اوسنۍ مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: "په نړیوالو قوانینو او دیني لارښودونو کې واضح شوي او روښانه ده چې ناوړه چلند، انساني کرامت ته سپکاوی، روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالی، د کورنیو د ليدلو د اجازې نشتوالی ټول د بشري حقونو څخه سرغړونه ده. په روادارۍ کې مونږ له دوى سره خبرې وکړې پر دوى مومستندونه جوړ کړل له بده مرغه د طالبانو په زندانونو کې حالت ډېر وحشتناک دى."

خو د نړیوالو اړیکو کارپوه فروزان ازادي راډیو ته وویل چې د رایان کوربټ پر وړاندې کوم جرم نه دی ثابت شوی او باید د نړیوالو قوانینو له مخې خوشې شي.

هغې وویل: "د نړیوالو قوانینو له مخې، هغه باید خوشې شي یا لږ تر لږه ژر ورته روغتیايي خدمتونه برابر شي، دا د نړیوالو معیارونو یا قوانینو خلاف کار دی، په هغه باندې هیڅ تور نه‌شته او هیڅ جرم یې نه دی ثابت شوی، له محکمې او له کومې قانوني دعوې پرته دوه کاله په بند کې دی او د نړیوالو قوانینو له مخې باید ژر تر ژره خوشې شي."

تر دې مخکې د ريان کوربټ مدافع وکیلانو له ملګرو ملتونو څخه د هغه د خوشې کولو لپاره د مرستې او مداخلې غوښتنه کړې وه.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو مجاهد تر دې مخکې د روان هجري لمریز کال د غويي په میاشت کې د چا د نوم له اخیستو پرته ویلي وو چې د ده په وینا، د دوو امریکایانو په ګډون یو شمېر بهرني وګړي د افغانستان له قوانینو څخه د سرغړونې له امله په توقیف کې دي.

کوربټ او د هغه د کورنۍ غړي

کوربټ او کورنۍ یې په ۲۰۱۰م کال کې افغانستان کې استوګن شول.

نوموړي د نادولتي موسسو سره کار وکړ او بیا یې د "بلوم افغانستان" په نوم خپل شرکت پرانيست چې موخه یې، په وړه کچه د مالي ملاتړ او پروژو په برخه کې د مشورو له لارې د خصوصي سکتور پیاوړی کول وو.

هغه په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو له بيا ځلي راتګ وروسته افغانستان پرېښود، خو له خپل سازمان سره د کار د دوام لپاره د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ میاشت کې بېرته افغانستان ته ستون شو او د طالبانو له خوا ونیول شو.