د طالبانو محدودیتونو سلګونه ښځینه خبریالانې له افغانستان څخه وتو ته اړ ایستې دي

ارشیف

فرحناز الکوزۍ د زن او ژوندون ټلویزیونونو لپاره کار کاوه. هغه د سالو په نوم د یوې مجلې مسووله مدیره هم وه. خو هغه اوس په بهر کې کډواله ده او ژوند یې له یوه مبهم او تیاره برخلیک سره مخامخ دی.

فرحناز د هغه څه لپاره چې له لاسه یې ورکړي غمجنه ده او د هغو ورځو حسرت یې په زړه پاتې دی چې د یوې ښې خبریالې په توګه د کار هڅې یې کولې:

" ما یو عمر خواري وکړه چې خپل ترونه، خپله کورنۍ او خپلوان راضی کړي څو زه دا پوهنځی ووایم او ژورنالیسته شم. بیا مې یو عمر د دې لپاره خواري وکړه چې په رسنیو کې کار وکړم. خو زما خواري او زما ټول هغه اهداف له خاورو سره خاورې شول. یوازې د یوه چا له لاسه چې نوم یې نارینه دی او لقب د طالب ورته ورکړل شوی دی او نن په افغانستان کې نظام د دوی په واک کې دی."

هرات کې یوه ښځینه خبریاله - ارشیف

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پرون د مې د دریمې د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د طالبانو د محدودیتونو، ځورونو او ویرونو له کبله اتیا سلنه افغان ښځینه خبریالانې د خپلو دندو پریښودو ته اړې شوې دي.

په تبعید کې د افغان خبریالانو فدراسیون په یوه تازه تحلیلي راپور کې وویل چې د جمهوریت د سقوط تر ورځې پورې نژدې ۱۲ زره ښځینه او نارینه خبریالانو په بېلابېلو رسنیو کې کار کاوه خو د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته څه باندې دوه نیمو کلونو کې د ۵۰ سلنه ټلویزیونونو، ۴۸ سلنه راډیوګانو، ۶۰ سلنه خبري آژانسونو او ۸۰ سلنه آنلاین رسنیو خپرونې بندې شوي.

په عین حال کې د بې پولي خبریالانو ټولنې RSF پرون په خپل راپور کې وویل چې د خبریالانو مرګ ژوبلې او توقیف ته په پام افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې ۲۶ درجې شاته تللی دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینټ په دې ورځ پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې په افغانستان کې د رسنیو پر چاپېریال د محدودیتونو د زیاتېدو او د خبریالانو د خپلسرو نیونو له کبله اندېښنه لري.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینټ

د طالبانو حکومت بیا ټینګار کوي چې د خبریالانو او رسنیو فعالیتونه د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې خوندي دي.

طالبان د خبریالانو پر کار سخت محدودیتونه او له هغو سره د ناوړه چلند ادعاوې ردوي خو پرون د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په یوه بیان کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۳۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي دي چې بندي کول، لنډمهاله توقیف، احضار، شفاهي ګواښونه او د طالبانو د غوښتنو د جبري منلو موارد پکې شامل دي.

فرحناز الکوزۍ وايي چې له هېواده لیرې په کډوالۍ کې ډېره خپه ده، خو تر هغه هم دې ته ډېره خواشینې ده چې د دې او نورو خبریالانو تر راوتلو وروسته په افغانستان کې د بیان د آزادۍ لمنه هم ټوله شوه.