په ایران د اسراییلو حملې؛ په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو وېره زیاته شوې

په اصفهان کې له چاودنو وروسته د سیمې یو انځور

په ایران کې دننه د اسراییل د حملو راپورونو په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو وېره زیاته کړې ده.

نن سهار وختي د ایران په مرکزي ښار اصفهان کې د څو چاودنو غږونه واورېدل شول چې په خلکو کې یې وارخطايي جوړه کړه.

دا چاودنې داسې وخت شوي چې نن د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه اي پنځه اتیایمه کلیزه ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو څو رسنیو د هغه هېواد د حکومتي سرچینو په حواله راپور کړی چې ویلي یې دي، اسراییل د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په مرسته په ایران کې دننه ځینې اهداف ویشتلي دي.

په دې اړه نور: غچ اخيستنه؛ اسراییل په ایران هوايي برید کړی

په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي او په نړۍ کې خبري سرچینو خپره کړې، اصفهان ته نږدې د چاودنو صحنې ښکاري.

د ایران چارواکو هڅه کړې چې د دغو چاودنو راپورونه کم اهمیته وښيي او په هغې کې یې د اسراییل دخالت په مستقیم ډول تایید کړی نه دی.

د ایران دولتي رسنیو په تهران کې د ایراني چارواکو په وینا راپور ورکړی چې ویلي یې دي، دغه چاودنې د هوايي مدافع د دستګاوو له خوا د درېیو بې پېلوټه الوتکو د نسکورېدو له کبله وې.

د ایران د پوځ عمومي قوماندان عبدالرحیم موسوي بیا ویلي، د نن سهار د چاودنې علت پر یوه مشکوک شي د هوايي مدافع د دستګاه ډزې وې او په پېښه کې کوم زیان نه دی اوښتی.

د روانې وري یا حمل میاشتې پر ۱۳مه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ له برید سره جوخت چې د قدس ځواک د قوماندان محمدرضا زاهدي په شمول د سپاه پاسداران ۷ جګپوړي افسران په کې ووژل شول، د ایران له خوا پر اسراییل د غچ اخیستونکي برید احتمال ورکول کېده.

داسې ښکاري چې پر ایران د اسراییل دا احتمالي حملې د تهران د هغو بېسارو حملو نسبي ځواب وي چې تېره شنبه یې پر اسرائیل کړې وې.

د واشنګټن په موسسه کې د دفاعي او امنیتي چارو شنونکي فرزین ندیمي د ازادي راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا ته وویل، د ایران په اصفهان کې چې د چاودنو راپورونه ترې ورکړل شوي، د ایران مهم تاسیسات پراته دي.

هغه وايي: "هغسې چې ما وویل اصفهان کې د ایران اټومي تاسیسات هم پراته دي، د هوايي مدافع دستګاوو ساحې په کې دي، هلته د شکاري په نوم یوه پوځي اډه هم ده چې د هوايي مدافع دستګاوو تر څنګ د ایران د مرکز د خوندیتوب مسوولیت لري."

د ایران په اصفهان کې د ایران ګڼ اټومي تاسیسات پراته دي چې تر ټولو مهم یې د نطنز بټۍ او د یورانیمو د بډاینې مرکز دی.

د ایران د نطنز بټۍ یوه څنډه

اصفهان کې دغو چاودنو د ګڼو هېوادونو او سازمانونو عکس العملونه پارولي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن سهار په یوه اعلامیه کې وویل، له هر هغه چلند سره چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو سبب کېږي، مخالفت کوي.

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک په لندن کې د یوې وینا پر مهال ټینګار وکړ چې په منځني ختیځ کې د کراري غوښتونکی دی.

هغه ویلي، په سیمه کې د پام وړ کړکېچ د هېچا په ګټه نه دی.

په همدې حال کې مصر هم، د اسراییل او ایران ترمنځ د کړکېچ د دوام په اړه پر خپرو شویو راپورونو اندېښنه ښوولې او قاهرې په یوه اعلامیه کې د کړکېچ د عواقبو په باب خبرداری ورکړی دی.