افغانستان کې بارانونه او سېلابونه؛ د مړو شمېر ۶۶ کسانو ته رسېدلی

وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله په ننګرهار کې د اوښتو زیانونو یو انځور

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له کوچني اختر راهیسې د درنو اورښتونو او سېلابونو د دوام له امله د مړو شمېر ۶۶ او د ټپیانو ۳۶ کسانو ته رسېدلی دی.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند جانان سایق د وري په ۲۸مه د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سره د مرستې په موخه په بېړنۍ غونډه کې ویلي چې په دې طبیعي پېښو کې شاوخوا ۱۲۳۵ کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ شوي او نږدې ۶ سوه څاروي هم تلف شوي دي.

یاد وزارت د خپل وټس‌اپ په یوه ګروپ کې د یوې خبري اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې په دې بېړنۍ ناسته کې، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت سرپرست عبدالرحمن زاهد ویلي: "وروستیو سېلابونو په څه باندې ۲۳ ولایتونو کې پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، له همدې امله د لا زیاتو انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره بشري مرستو ته اړتیا ده."

په دې ناسته کې، د ملګرو ملتونو اړوند مرستندویه سازمانونو په ګډون یو شمېر نړیوالو مرستندویه بنسټونو سېلاب ځپلو ته د روغتیايي، نغدي، خوراکي، د څښلو اوبو د برابرولو او موقتي سرپناه د جوړولو په ګډون د بېړنیو مرستو رسولو ډاډ ورکړ.

په همدې حال کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله ډېر زیان ورته اوښتی دی.

د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ اوسېدونکي حزب الله ازادي راډيو ته وویل: "پرون دې بارانه سره زموږ دروازه او دېوالونه رالوېدلي او اوس مو د پناه لپاره پرده ځړولې. زما دوه بچیان دي، نور مې واړه ورونه او خویندې دي. غواړم موږ سره مرسته وشي."

ارشیف: په بغلان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د خلکو شورا مشر محمد حسین په یادې ولسوالۍ کې د ورپېښو زیانونو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "په چرم آب کلي کې یې ډېر زیات زیانونه اړولي، د څښلو اوبو نلونه یې خراب کړي دي، یو جومات یې نړولی دی. د خلکو رومي، پیاز، غنم او نور کښت یې خراب کړی. د چشمه یې جینګان خوا ته یې هم کورونه خراب کړي دي. "

نوموړی د بېړنیو مرستو غوښتنوکی دی.

د هلمند ولایت د کلا بست سیمې اوسېدونکي نور الله ازادي راډيو ته د سېلابونو له امله د ورپېښو زیانونو په اړه یوه ویډيو لېږلې چې په‌کې وايي: "دې سیمې، کورونو، دوکانونو او ۳۰۰ ۴۰۰ جریبې ځمکې ته اوبو تاوان رسولی. خلک ټول اندېښمن دي چې څه به وخوري. غنمو او کښتونو ته ناست و ټول اوبو راواخیسته. "

د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی سید عبدالله ازادي راډيو ته وویل: "پشتون کوټ، المار، بادغیس او بل چراغ سیمې ته ډېر زیات زیانونه اوښتي ځمکې، کښتونه ویجاړ شوي. مالونه اوبو وړي، سېلابونه ډېر زیات شوي. "

د وروستیو بارانونو او سېلابونو څخه زیانمن شوي کسان د طالبانو له حکومت څخه د مرستو غوښتونکي دي.

د زیانمن شویو کسانو د غوښتنو په اړه مو پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند جانان سایق وپوښت، خو د راپور تر خپرېدو یې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو نوموړي دوه ورځې وړاندې په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د روانې میلادي میاشتې له پیل راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې له شلو زرو ډېرو زیانمنو او بې وزله کورنیو سره بېړنې مرستې شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

د دې ترڅنګ تېره ورځ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ارزګان ته د سفر پر مهال سېلاب ځپلو سره د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

خو یو شمېر زیانمن شویو کسانو ازادي راډيو ته ویلي چې تر دې دمه ورسره هیڅ ډول مرستې نه دي شوي.