طالبانو په مسکو کې د داعش برید له ټولو بشري معيارونو ښکاره سرغړونه وبلله

په مسکو کې ژغورونکې ډلې د شوې پېښې ځای کې د ژغورنې هڅې پیل کړي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې پر يوه کنسرت د داعش وسله‌والې ډلې بريد چې په کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۳ او ټپیانو ۱۵۰ ته رسېدلی، غندلی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزات دا بريد له ټولو بشري معيارونو ښکاره سرغړونه بولي.

نوموړي لیکلي: "داعش چې په افغانستان کې او نړۍ کې ملکي وګړي په نښه کوي، یوځل بیا یې روښانه کړه چې د استخباراتي ادارو په لاس کې یوه ډله ده چې هدف یې د اسلام بدنامول او ټولې سیمې ته ګواښ دی."

په روسیه کې دغه برید د یوه کنسرت پر مهال شوی دی.

بلخي دا هم لیکلي چې داعش په افغانستان او نوره نړۍ کې ملکیان په نښه کوي چې د سیمې هېوادونه باید د دې ډول پېښو پرضد همغږه شي او واضح دریځ خپل کړي.

د مسکو برید چې د کرکیوس په ښاري تالار کې د کنسرت پر مهال شوی، په‌کې د وژل شویو شمېر لسګونو ته رسېږي او هر شېبه د بدلېدو په حال کې دی.

د طالبانو وسلوالو مخالفو جبهو، د افغانستان د ملي مقاومت او د ازادۍ ملي جبهې هم دا برید غندلی دی.

دغې دوو جبهو په خپلو اعلاميه کې چې پر ايکس‌پاڼو يې خپرې کړي ليکلي، د افغانستان خلک چې له کلونو راهيسې د ترهګرۍ قرباني دي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د تروريستي بريدونو درد او خطر احساسوي.

هممهاله د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي هم په خپله ايکس‌پاڼه، ياد بريد يوه تروريستي عمل بللی او د پېښې له قربانيانو سره خپله خواشيني شريکه کړې.

د امنیتي چارو کارپوهان له دې ډلې جنرال محمد صادق شینواری وايي، د داعش وسله‌والې ډلې پر وړاندې د مبارې په خاطر باید سيمه‌ييزه اجماع رامنځته شي.

هغه وايي: "که چېرته د دغې ډلې په اړه يوه سيمه‌ييزه همغږي، قاطع دريځ او اجماع رامنځته نه‌شي، نو په راتلونکي کې به نه يوازې د افغانستان امنيت ته د پخوا په پرتله ګواښ ډېر وي، بلکې د سيمې هېوادونه به هم له لوی ګواښ سره مخ وي."

د طالبانو حکومت داسې مهال په مسکو کې د داعش ډلې برید غندلی او په وړاندې یې په همغږۍ سره روښانه دریځ خبره کړې چې داعش ډلې خراسان څانګې د وري په دويمه نېټه کندهار کې د کابل بانک مخې ته هم یو خونړی ځان وژونکی بريد وکړ.

دا برید چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو غندلی په کندهار ولایت کې د ځايي سرچینو په حواله په‌کې ۲۱کسان ووژل شول او ۵۱نور ټپيان شول، مسووليت يې داعش وسله‌والې ډلې ومانه.

Your browser doesn’t support HTML5

سرچینې: د کندهار په نننۍ ځان وژونکې حمله کې ۱۹ کسان مړه او ۱۸ ټپیان دي

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو مخکې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ځپلې ده.

د یادونې ده چې داعش وسلوالې ډلې مخکې هم په پلازمینه کابل او ولایتونو کې د بېلابېلو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی و.