د کندهار د کوچیانو جدي ستونزې او غوښتنې څه دي؟

په کندهار کې د یوې کوچي کورنۍ کېږدۍ

په کندهار کې مېشت یو شمېر کوچیان وایي د وچکالۍ له امله د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي، د وروستیو وچکالیو له امله يي د مالدارۍ زیاته برخه تلف شوې او اوس د خپلو کورنیو اړتیاوي نه شي پوره کولای.

کوچیان وایي ژمي ته اندیښمن دي او د څړ ځایونو، د څښاک اوبو، روغتیايي مرکزونو، ښوونځيو او ګڼو نورو برخو کې ستونزو سره مخ دي.

په دې اړه زموږ د همکار د راپور اورېدو لپاره لاندې لېنک پرانیستلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د کوچیانو ستونزې