په کندهار کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د "ښه کتاب، ښه ژوند" په نوم دا نندارتون د طالبانو د حکومت د کندهار اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست له لوري جوړ شوی چې د کتابونو د پېردونکو لپاره تر زرو زیاتې جایزې هم پکې ځانګړې شوې دي.
په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه د مطالعې بېلابېل کتابونه اېښودل شوي دي چې چارواکي يې د مطالعې د دود را ژوندي کولو هڅه بولي.
په دې اړه زموږ د همکار راپور د لاندې لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ: