سیمې ته د بلېنکن د سفر پای؛ غزه کې بیا جګړې شوي

غزه کې د روانې جګړې یو انځور

په داسې حال کې چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر سیمې ته خپل د یوې اوونۍ سفر پای ته ورساوه، له غزې بیا هم د جګړو راپورونه ورکول کېږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن منځني ختیځ ته خپل وروستی بېړنی سفر پرون پای ته ورساوه.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، امریکايي چارواکو ادعا کړې چې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په کتنه کې له حماس سره د اسراییل تر جګړې وروسته، د غزې د بیارغونې د طرحې او د هغې د ادارې په باب د پراخ سیمه ییز ملاتړ په جلبولو کې یوڅه بریا ترلاسه شوې ده.

بلېنکن په دې سفر کې د عرب او اسلامي هېوادونو د ځینو هغو مشرانو چې مخکې یې د دې طرحې له پیل سره لېوالتیا نه ښودله، رضایت ترلاسه کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د یوې اوونۍ سفر پر مهال د ترکیې، اردن، قطر، متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان او بحرین له رهبرانو سره د غزې په باب پر پلانونو خبرې وکړې.

دا له کله چې په اکټوبر میاشت کې د اسراییل او توندلارې ډلې حماس ترمنځ جګړه پیل شوې، سیمې ته د بلېنکن څلورم سفر و.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په منځني ختیځ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال

اسوشېټېډ پرېس اژانس لیکي، دغو هېوادونو او یونان چې بلېنکن هلته هم سفر درلود، په پلانونو کې د برخې اخیستو ژمنه وکړه، خو تر اوسه د دغو هېوادونو د مشخصو ونډو په باب پرېکړه نه ده شوې.

دا څرګندونې داسې وخت کېږی چې په غزه کې د پیل شوې جګړې نن جمعه ۹۷ ورځې پوره شوې.

د جګړې په دوام، د اسراییل پوځ پرون پنجشنبه د غزې تړانګې په مرکزي برخه کې په وروستۍ حمله کې خپل لاس لرل رد کړل.

د چهارشنبې په ورځ پر یوه امبولانس په حمله کې ۴ روغتیايي کارکوونکي او دوه نور کسان ووژل شول.

د اسراییل دفاعي ځواکونو د فرانسې خبري اژانس ته په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی د معلوماتو له مخې پر دې سیمه د دوی له خوا کومه حمله نه ده شوې.

د فلسطین سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د غزې د مرکز د دیرالبلح په دخولي برخه کې د دوی پر امبولانس د اسرائیل په حمله کې ۶ کسان وژل شوي دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فډراسیون مشر جوګن چاپاګین Jagan Chapagain دا حمله د نه منلو وړ بللې ده او وژنې یې په کلکه غندلې دي.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه د حماس توندلارې ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د توندلارې ډلې حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزرات پرون پنج شنبه ویلي چې د اکټوبر له اوومې په روانه جګړه کې ۲۳زره ۴۶۹ فلسطینیان وژل شوي او ۵۹زره ۶۰۴ نور ټپیان شوي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید یا رد کړي نه دي.