د افغان ښځو پر کار د محدودیتونو کال پوره شو؛ دوی نورو کاروبارونو ته مخه کړې

Your browser doesn’t support HTML5

د افغان ښځو پر کار د لګول شویو محدودیتونو د کال په پوره کېدو سره، ګڼ شمېر ښځو حرفوي زده کړو او د لاسي صنایعو کاروبار ته مخه کړې ده. په ورته مهال تېره اوونۍ په کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شوی و او ډېری هغو ښځو په کې ګډون کړی و چې په وروستیو کې یې دغو کاروبارونو ته مخه کړې ده.