یلدا شپه؛ کلتور پوهان: دا شپه د افغانانو د نيکونو د فرهنګ يوه برخه ده

انځور - ارشیف

نن د کال تر ټولو اوږده شپه ده.

د یلدا شپه یا چله د آریایانو یو له لرغونو کلتوري جشنونو څخه دی چې په افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبیکستان او نورو هېوادونو کې د مني د وروستۍ شپې او د ژمي د پیل په مناسبت نمانځل کېږي.

د یلدا شپه، چې د هجري کال تر ټولو اوږده شپه ده، په کې کورنۍ راټولېږي، دوستانه غونډې جوړوي، د خوړو په مېز باندې څراغونه رڼا کوي، په پاکو لوښو کې اوبه ږدي د مختلفو خوړو او سره رنګو تازه مېوو لکه انارو او هندواڼو په چمتو کولو سره شعرونه او سندرې وايي او دغه شپه په ويښه سهار کوي.

بايد يادونه وشي چې څراغ د مېز پر څنګ يا د مېز پر سر د رڼا او پاکۍ د سمبول په توګه اېښودل کېږي.

یو شمېر افغانان وايي چې دوی اوس هم دغه شپه د وړو او لویو غونډو په جوړولو سره نمانځي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې ملالۍ کلیواله وايي چې پخوا به په افغانستان کې کلتوري پروګرامونه، شعرونه او سندرې ویل کېدې او په کورنیو کې به یې د يلدا شپه په خوښۍ نمانځله.

نوموړې وايي چې سږ کال له خپلو ملګرو سره د یلدا شپې ته تیاری نیسي.

هغه زیاتوي: "د ژمي وروستۍ شپه چې تر ټولو اوږده شپه ده د یلدا شپه ورته ویل کېږي. موږ د خپلې کورنۍ له نورو نجونو سره یو ځای کېږو، چای او وچه مېوه خورو. موږ کیسې کوو. موږ شعرونه، سندرې وایو او په ورته ډول نمانځل کېږي."

د یلدا شپې نمانځلو لپاره خلک وچې او تازه مېوې پېري، انځور - ارشیف

د افغانستان د بلخ ولايت اوسېدونکى بلال وايي چې د يلدا شپه يوه فرهنګي شپه ده چې بايد له يوه نسل څخه بل ته ولېږدول شي، خو د ده په وينا، شته بنديزونو د ډېرو فرهنګي جشنونو د نمانځلو مخه نيولې ده.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "د یلدا شپه هر کال زموږ په کورنیو کې نمانځل کېږي. نن شپه مو د یوه مېز شاوخوا ته راټول شو او په ګډه مو د خوښۍ د نمانځلو لپاره چمتووالی ونيوه. نن شپه مو يلدا شپې د نمانځلو لپاره کېک، کلچې، انار او هندواڼې راوړې وې."

ارشیف

د میدان وردګ ولايت اوسېدونکى ذبيح الله د يلدا جشن د نمانځلو په اړه وايي: "ځينې خلک چې يې غواړى ونمانځي اوس يې هم نمانځي، په عامه اصطلاح زړه يې ژوندى وي هغوى يې اوس هم نمانځي، خو د پخوا په کچه لېوالتيا نه شته ورته که څوک يې نمانځي هم په فردي توګه يې نمانځي، خو فرهنګي پروګرام نه ورته جوړوي."

د یلدا او چلى شپه د لمر او روښنايي د زېږون نښه ده.

ليکوال محب الله زغم د دې شپې د تاريخ په اړه وايي چې اريايانو دغه شپه د لمر او رڼا د پيدايښت په توګه نمانځله ترڅو له دې وروسته به د خپلو فصلونو او ژوند لپاره له برکتونو ډک ژمی تېروي.

ليکوال محب الله زغم

هغه وویل: "د خلکو له ټولنيز ژوند سره يې اړيکه دا ده چې د خلکو ژوند په پخوا وختونو کې په کرنه او مالدارۍ تړلى و داسې وخت کې چې د مني اخر دى، ورځې لنډې وي څه نه زرغونېږي، خلکو حاصلات ټول کړي وي، تر بل کاله بايد انتظار وکړي چې ځمکې د کښت او کړکېلې لپاره مسايده شي، دغه اړخ يې هم اهميت لري."

د یلدا شپه د شاعرانو په شعرونو کې هم یو پخوانی تاريخ لري.

ليکوال شاعر او فرهنګي فعال علم ګل سحر وايي چې د چلې شپه د هېواد د کلتور مهمه برخه ده، خلک دې شپه کې ټوله شپه ويښ وي به ځانګړي توګه هغه کورونه چې علم او تحصيل په کې وي کتابونه لولي او فالونه ګوري.

هغه وویل: "په ځانګړې توګه په هغو کورنیو کې چې د کتابونو سره بلد وي، دوی کیسې لولي. دوی د رحمان بابا ديوان اخلي، په هر صورت، دا کار د نورو شاعرانو په دېوانونو کې هم عام دی."

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په تېرو دوو کلونو کې د نورو محدوديتونو تر څنګ د کلتوري جشنونو په نمانځلو کې هم بدلونونه راغلي او د يلدا او چلې په ګډون ډېری دا ډول جشنونه په رسمي ډول نه نمانځل کېږي.

یلدا شپه یا چله د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۲۹ د ملګرو ملتونو په علمي او فرهنګي دفتر یا یونسکو کې د افغانستان او ایران د ګډ غیر ملموس کلتوري میراث په توګه ثبت شوه.

د یونسکو په وینا، د یلدا شپه د کلتوري هویت، طبیعت، ښځو ته د درناوي، مېلمه‌پالنې، کلتوري تنوع او د سولې او متقابل دود په توګه نمانځل کېږي.