حشمت :وروڼه مې په ډبولو او شکنجه درملنې ته اړباسي

د نیشه یي توکو یو شمېر معتادین - ارشیف

حشمت چې دا يې مستعار نوم دی وايي چې خپله غريبي او کار مې کاوه.

یوه نااهله انډيوال نشو ته وهڅولم، لومړۍ نشه مې له چرسو څخه پيل کړه او بیا مې نورو نشه يي موادو ته مخه کړه.

حشمت که څه هم اوس د ځان درملنه کړې، خو وايي دا مې شپږم ځل دی چې د ځان درملنه کوم، کله چې له روغتون څخه راووزم او نور معتادین ووینم بیرته له هغوی سره یو ځای او معتاد شم.

دا چې حشمت د اعتیاد له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی، په دې اړه یې زموږ سره د زړه خواله کړې ده.

د هغه د مرکې د اوریدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د معتاد خاطره