د ښځو پر ورزش د طالبانو د حکومت د بندیزونو او محدودیتونو له دوام وروسته د پارالمپیک د ملي لوبډلو یو شمېر ښځینه غړې وايي، له دوو کلونو څخه زیات وخت کېږي چې دوی له روزنې او په ورزشي سیالیو کې له ګډون څخه بې برخې دي او دا د دې لامل شوى چې له ډېرو رواني او روحي ستونزو سره مخ شي.
په تېرو دوه کلونو کې د نجونو او ښځو پر ورزشي لوبو د طالبانو د حکومت پرله پسې بندیز په افغانستان کې د معلولینو د ملي ټیم د یو شمېر ښځینه غړو اندېښنې زیاتې کړې دي.
دوی وايي، طالبانو د دوی تر ټولو لویه هیله، چې د سپورټ په ډګر کې سیالي وه، له منځه وړي او له ورزشي روزنې څخه لرې کېدل د دوی په رواني او فزیکي روغتیا منفي اغېز کړی دی.
راحله نوري چې د پروان ولايت اوسېدونکې ده او د پارالمپیک د وېلچرهندبال ورزشکاره ده ازادي راډیو ته وویل: "زه له دوو کلونو راهیسې تمرين ته نه یم تللی، هر ځل چې په موبایل کې د خپلې زده کړې ویډیوګانې ګورم، نو ما ژړوي. فکر کوم چې دا ټول یو خوب و او دا زما لپاره سخته ده. موږ د ښه کېدو هیله درلوده، خو اوس موږ په کور کې ناست یو، زما رواني حالت ښه نه دی."
په کابل کې د معلولینو د ویلچیر باسکټبال د ملي لوبډلې غړې شکیلا مظفري هم ورته کیسه لري.
نوموړې ازادي راډيو ته وویل چې د خپل اوسني وضعیت او راتلونکي په اړه اندېښمنه ده.
هغه زیاتوي: "زه له هر څه ستړې شوې یم، هېڅ مې خوښ نه وي. زما ملګرې تل د خپل سپورټ او تمرين په اړه فکر کوم کله ناکله موږ په ژوند کې مایوسه کېږو. زه فکر کوم چې زه اوس د خپلې کورنۍ او ټولنې بار یم. ما له ورزش سره د سخته لېوالتيا درلوده او په ډېره مينه مې تمرین کاوه."
په کابل ولایت کې د پارالمپیک د ملي لوبډلې یوه بله غړې وحیده نوري وايي، څو څو ځله یې د رواني او روهي فشار له امله له ارواپوه سره لیدنه کړې ده.
نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "اوس چې طالبان راغلي او موږ روزنه نه لرو. زما د ټیم ملګرې او زه له رواني ستونزو سره مخ يوو. موږ څو څو ځله ډاکترانو او ارواپوهانو ته مراجعه وکړه، خو دا چې ورزشي فعالیتونه نه لرو، موږ نه شو کولی خپل ورځني کارونه په سمه توګه ترسره کړو."
دغه ښځې د طالبانو له حکومت، نړیوالې ټولنې او د المپیک له نړیوالې کمېټې غواړي چې د دوی وضعیت ته پام وکړي څو د ورزش په ډګر کې د دوی د حضور او په سیالیو کې د ګډون زمینه برابره شي.
د تېر جمهوری نظام پر مهال د افغانستان د پارالمپیک پخوانی رییس عبدالحسین حصاری چې اوس د طالبانو حکومت د نوموړي پرځای یو بل کس معرفی کړی هم د دغو ښځو د اقتصادي او روحي ستونزو پخلی کوی.
حصاري ازادي راډيو ته وویل: "د دوی ستونزې ډېرې دي لومړی، دوی ښه اقتصادي وضعیت نه لري چې دوی ډېر ځوروي، دوهم، د دوی یوازېنۍ هیله دا ده چې اتلانې شي، لکه ذکیه خدادادي او د دوی نوروې همکارانې، مګر له بده مرغه دوی په افغانستان کې پاتې دي او په کور کې ورځې شپې تېروي دي."
حصاري زياته چې د دغو معلولو ورزشکارانو شمېر چې ٢٧٥ تنو ته رسېږي او د پارالمپيک د بېلابېلو لوبډلو غړي دي، په اوسنيو شرايطو کې بايد په يوه بهرني هېواد کې د هغوى د روزنې لپاره زمينه برابره شي.
د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د دغو معلولو ورزشکارانو د اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د پارالمپیک د تخنیکي مرستیال محمد نظر عزیزي نظر هم واخلي، خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته د نورو برخو ترڅنګ د ښځو پر ورزش هم بندیز ولګاوه.
د دغو بندیزونو له لګولو وروسته د پارالمپیک په ګډون د بېلابېلو ورزشونو یو شمېر ښځینه ورزشکارانې له افغانستانه ووتلې او نورو هېوادونو ته د روزنې او په سیالیو کې د ګډون لپاره کډوالې شوې، خو یو شمېر نورې لا هم په افغانستان کې پاتې دي او د خپل نامعلوم راتلونکي او برخليک په اړه اندېښمنې دي.