د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په دوام کې به نن د افغانستان او سریلانکا لوبډلې د هند په پونې ښار کې د مسابقې میدان ته ووځي.
دا د دواړو لوبډلو، چې په پنځو سیالیو کې یې دوې دوې ګټلي، شپږمه مسابقه ده.
سباوون داویزی، چې د چګ جمهوریت د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی دی، باور لري چې د پونې لوبغالی د تېزو باولرانو لپاره ښه دی.
له ده سره د افغانستان او سریلانکا د نننۍ مسابقې په اړه عصمت څاروان مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي چې د دې سیالۍ په اړه څه اټکل کوي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5