د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

نړیوال جام؛ اسټرالیا د ۵ منډو په توپیر نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه


د اسټرالیا کرکټ لوبډله
د اسټرالیا کرکټ لوبډله

نن د کرکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې ۲۷مه لوبه د نیوزیلینډ او اسټرالیا ترمنځ ترسره شوه چې اسټرالیا وګټله.

اسټرالیا چې لومړۍ توپوهنه کړې وه د ټرویس هېډ د سلیزې او ډیویډ وارنر د نیمه سلیزې پر مټ یې د ۳۸۹ منډو هدف ټاکلی و.

د نیوزیلینډ ټرینټ بولډ او ګلین پیليپي درې درې لوبغاړي سوځولي وو.

نیوزیلینډ له لومړي سره د هدف پوره کولو په موخه لوبه پيل کړه.

د یادې لوبډلې لومړنۍ دوه لوبغاړي که څه هم ژر وسوځیدل، خو یو وار بیا رچین رویندرا ۱۱۶، ډیري میچل ۵۴ او جیمي نیشم په اخره کې چټکې ۵۸ منډې وکړې.

یادې لوبډلې ته په وروستي اور کې ۱۹ منډې پاتې وې، خو وی نکړای شول چې پوره یې کړي او د ۵ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

که دا هدف پوره شوی وای، نو د نړیوال جام په تاریخ کې به د غټ هدف پوره کولو ریکارډ جوړ شوی وای.

ټریویس هیډ په لومړي ځل په دی نړیوال جام کې ولوبید او د دې لوبې د غوره او اغېزمن لوبغاړي جایزې وګټلې.

تر یادې بریا وروسته د اسټرالیا نومرې هم ۸ ته ورسېدې او لا هم تر نیوزیلینډ وروسته د نومرو په جدول کې په ۴م مقام کې قرار لري.

XS
SM
MD
LG