د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

افغان کرکټ بورډ د یو ورځنیو سیالیو ټورنمنټ پيل کړی


د ټورنمنټ یوه څنډه
د ټورنمنټ یوه څنډه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د غازي امان الله خان د یو ورځنیو(لیسټ ای) سیالیو ټورنمنټ پیل کړی دی.

کرکټ بورډ ویلي، یادې سیالۍ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د پنځو لوبډلو ترمنځ پيل شوې دي.

په دې سیالیو کې د سپین غر، مس عینک، آمو، بندامیر او بوست زونونو لوبډلې برخه لري چې د افغانستان د بیلابیلو ملي لوبډلو پر لوبغاړو سربېره د کورني کرکټ مخکښ لوبغاړي هم برخه لري.

دا د لیسټ ای سیالیو شپږم پړاو دی او په لومړي ځل به هره لوبډله په کې ۸ سیالۍ ترسره کړي.

د دې سیالیو د پرانستې په مراسمو کې د کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف هم ګډون کړی و.

د یاد ټورنمنټ د پیل سیالي د مس عینک او امو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ۳ ویکټو په توپیر امو لوبډلې وګټله.

په دې سیالۍ کې د امو لوبغاړی عبدالواسع په توپ وهنه او توپ اچونه کې ښه لوبیدلی و چې د غوره لوبغاړي جایزه یې ګټلې ده.

د ویلو ده چې د دغه ټورنمنټ پایلوبه به د اکتوبر په شلمه نېټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG