دیا سنګهـ انجان: افغانستان یوه برخه پر وطن میین وګړي له لاسه ورکړي

Your browser doesn’t support HTML5

دیا سنګهـ انجان د پښتو ژبې نوموتی افغان شاعر دی چې له درې لسیزو راهیسې په هند کې اوسي. په دې وېډیو کې ګورئ چې دی په افغانستان پسې اوښکې تویوي. انجان په پکتیا کې په خپل پلرني کلي کې د خاپوړو کیسې کوي او مسلمانان ملګري یادوي. ملالۍ بشیر هند ته د یوه سفر پر مهال له ښاغلي انجان سره خبرې کړي.