امریکا او بریتانیا پر یو شمېر روسي هککرانو بندیزونه پراخ کړل

ارشیف

د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا په ګډه د روسیې د هککرانو یا کمپیوټري غلو د یوې ډلې پر غړو خپل بندیزونه پراخ کړل.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، د ټریکبوت په نوم د هککرانو بانډ د روسیې له استخباراتو سره اړیکې لري.

د امریکا د خزانې وزارت او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه ویلي، د دوی بندیزونو نږدې لس کسان په نښه کړي دي.

دواړو هېوادونو تر دې مخکې د ټریکبوت بانډ پر اوو غړو بندیزونه لګولي وو، هغه هم د کوېډ۱۹ د وبا پر مهال پر روغتونونو په انټرنېټي حملو کې د دې ډلې د رول او د امریکا د حکومت او امریکايي کمپنیو د په نښه کولو له کبله.

برتانوي چارواکو ویلي، ټریکبوت بانډ په نړۍ کې له خلکو لږ تر لږه ۱۸۰ میلیون ډالره د اخاذۍ په توګه ترلاسه کړي دي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، په تازه بندیزونو کې د مدیرانو، د سافټویرونو انکشاف ورکوونکو او کوډ لیکونکو په ګډون د ټریکبوت ډلې هغه عمده سکټورونه په نښه شوي چې د دې ډلې په تنظیم او تدارکاتو کې دخیل وو او د ټریکبوت په عملیاتي چارو کې یې مرسته کړې ده.

د امریکا د خزانې وزارت

د امریکا د خزانې وزارت مرستیال براین اي نیلسن ویلي، د امریکا متحد ایالتونه د باج اخیستنې په وړاندې مبارزې ته ژمن دي.

د دې تر څنګ د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي ویلي، د تازه بندیزونو هدف د هککرانو د دې ډلې د تجارت د ماډل دړې وړې کول او د پټې څېرې بنډول کول دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي

د دغو بندیزونو هدف دا هم دی چې هککرانو ته د پیسو د مینځلو یا د غیرقانوني پیسو، قانوني کولو چارو سخته شي.

چارواکي وايي، د هککرانو دغې ډلې له شا و خوا لسو کلونو راهیسې په نړۍ کې د ملیونونو کمپیوټرونو د خرابولو لپاره کار کړی دی.

امریکايي او برتانوي چارواکي وايي، د امریکا د عدلیې وزارت دغه راز په پام کې لري ۹ نورو کسان چې له دې بانډ سره ارتباط لري، مجازات کړي.

د بندیزونو په نتیجه کې معمولاً د امریکا په قضايي حوزه کې د تحریم شویو کسانو شتمني کنګل کېږي او په امریکا کې خلک له دغو کسانو سره له هر ډول معاملې منع کېږي، خو دغه موارد تر ډېره سمبولیکه بڼه لري.