د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۲

خبرونه

امریکا او لویدیځ متحدان یې: د هک کولو نړیوال کمپاین کې د چین لاس دی

د چین او امریکا ګډ بیرغونه
د چین او امریکا ګډ بیرغونه

امریکا او لویدیځو متحدانو یې پرون وویل، د مایکروسافټ ایکسچینج کمپنۍ د برښنا لیکونو پر سېرور د سایبري برید په ګډون د هک کولو په نړیوال کمپاین کې د چین لاس دی.

دوی پر پېکېنګ تور ولګاوه چې د باج اخیستو په هدف په سایبري حملو او نورو سایبري حملو کې یې له هککرانو سره لاس یو کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن پرون د جولای په نولسمه په یو بیان کې وویل متحدایالات او د نړۍ نور هېوادونه په سایبري فضا کې د غیرمسوولانه، مضر او بې ثباته کوونکي چلند د منظمې لړۍ په خاطر چې د دې هېوادونو ملي امنیت او اقتصاد ته لوی ګواښ پېښوي، د چین د خلکو جمهوریت ګرم ګڼي.

هککرانو د خپلو حملو په لړۍ کې د مایکروسافت سېرورونو له لارې په ټوله نړۍ کې د کمپیوټرونو شبکو ته لاره وموندله او له دوه نیم لکو زیات سېرورونه یې زیانمن کړل.

په تېره مارچ میاشت کې د امریکا د سایبري امنیت کارپوهانو وویل چې په دې حملو کې چینايي هککران لاس لري، خو پېکېنګ دا تورونه رد کړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغان کرکټ ملي لوبډلې له بنګله‌‌دېش سره ټېسټ لوبې لپاره تمرینات پیل کړل

ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې غړو د دغې لوبې لپاره چمتووالی پیل کړی او ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ له بنګله‌دېش سره مخامخ شي.

په همدې حال کې، د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډله هم له بنګله‌دېش او عمان سره د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لپاره ځان تیاروي.

ټاکل شوې دغه لوبډله د اکټوبر په ۱۰مه عمان ته ولاړه شي او د اکټوبر له ۱۳مې تر ۲۳مې پورې به له بنګله‌دېش سره پنځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

افغان ځوانان به د اکټوبر په ۲۷مه او ۳۰مه له عمان سره دوه نورې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي په هدف ترسره کېږي چې ټاکل شوې د نومبر میاشتې په لومړیو کې په عمان کې پیل شي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د دوو نورو چارواکو د نیولو حکمونه اعلان کړل

د جرمونو نړیوالې محکمه (ای‌سي‌سي)
د جرمونو نړیوالې محکمه (ای‌سي‌سي)

د جرمونو نړیوالې محکمې (ای‌سي‌سي) د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۱۳مه» په یوه اعلامیه کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم او د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا د نیولو حکمونه له محرميت څخه وایستل او علني یې کړل.

یادې محکمې تر دې مخکې د ۲۰۲۵ کال د جولای په اتمه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده او د هغوی د قاضی‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه هم علني کړي و.

د طالبانو حکومت په غبرګون کې د جرمونو د نړیوالې محکمې دغه پرېکړه غندلې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه اعلامیه کې وايي "افغانستان د جرمونو د نړیوالې محکمې تر عنوان لاندې هېڅ کومه محکمه په رسمیت نه‌پېژني او دریځ ته‌یې هم کوم ارزښت قایل نه‌دی”.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، شواهد ښيي چې دغو کسانو د جنسیت او سیاسي نظر پر بنسټ د خلکو په ځورونه او تبعیض کې رول درلود یا یې د دغه ډول چلند امر کړی دی.

د محکمې په وینا، دغه تورونه د ښځو، نجونو او هغو کسانو پر وړاندې د طالبانو له چلند سره تړاو لري چې د جنسیت او جنسیتي هویت په اړه د دې ډلې له سیاستونو سره موافق نه‌دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د حکم له مخې، د ښځو او نجونو پر وړاندې دغه سیاستونه او محدودیتونه په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پیل شوي او لږ تر لږه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې یې دوام کړی دی.

یادې محکمې همداراز ویلي چې طالبانو د بېلابېلو فرمانونو او محدودیتونو له لارې ښځې او نجونې له بنسټیزو حقونو، لکه زده‌کړې، د تګ راتګ ازادۍ، د بیان ازادۍ، شخصي حریم او کورني ژوند څخه محرومې کړې دي.

د محکمې په وینا، هغه کسان چې د ښځو او نجونو له حقونو یې دفاع کوله، هم د سیاسي مخالفانو په توګه په نښه شوي دي.

متقي وايي د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مسکو کې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مسکو کې

نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي ناستې اتمه دوره ترسره شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان، کوربه روسیې، هند،ایران،قزاقستان،چین،قرغزستان،پاکستان،تاجکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو ډپلوماټانو برخه اخیستې وه.

روسي چارواکو مخکې ویلي و چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د هواري لپاره هڅې کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دې ناستې ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د پوځي اقداماتو او تورونو پر ځای د خبرو له لارې حل شي.

د عمران خان پلویانو د اسلام اباد په لور لاریون پیل کړ

د عمران خان زرګونه پلویانو خپل لاریون پيل کړی
د عمران خان زرګونه پلویانو خپل لاریون پيل کړی

د عمران خان زرګونه پلویانو د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په لور خپل لاریون پیل کړ.
د تحریک انصاف بنسټګر او د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان له ۲۰۲۳ کاله بندي دی.

د خان پلویانو له یکشنبې خپل لاریون پیل کړی او وایي د خپل رهبر خلاصون غواړي.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د خبرو لپاره پېښور ته تللی و د جوړجاړي د هڅو تر ناکامېدو وروسته ویلي چې لاریونوال اسلام اباد ته نه پرېښودل کېږي.

دوه کاله مخکې هم د تحریک انصاف ګوند له خوا پراخې مظاهرې له حکومتي ځواکونو سره په تاوتریخوالي واوښتې.

د بشري حقونو د څار سازمان: د جګړې ښکېلې خواوې زیانمنو افغانانو ته د عدالت په تامین کې پاتې راغلي

په یوه چاودنه کې ټپي افغان سپین ږیری
په یوه چاودنه کې ټپي افغان سپین ږیری

د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړی چې په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې زیانمنو افغانانو ته د عدالت په تامین او حساب کې پاتې راغلي.

دغه سازمان پر افغانستان د امریکا د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په درشل کې په دې اړه یو راپور خپور کړی او پر امریکا، لویدیځو هېوادونو، پخواني افغان جمهوري نظام او طالبانو باندې یې سختې نیوکې کړي دي.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه متحده ایالتونو پر افغانستان بریدونه پیل کړل چې په نتیجه کې یې د طالبانو حکومت وپرځېد.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې د مرستیالې پتریشیا ګاسمن په حواله ادعا شوې چې :«۲۵کاله وروسته، د امریکا په زندان کې شکنجه شوي افغانان او د هغو کورنۍ چې په ناحقه وژل شوي د امریکا له حکومته د غرامت د ترلاسه کولو یا د شکایت د ثبت واضحه لار نه لري.»

په دغه راپور کې د احتمالي جنګي جرایمو د څېړنې په پڅ بهیر هم نیوکې شوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په اوسنیو واکمنو طالب چارواکو هم نیوکه کړې چې د جګړې پر مهال یې زرګونو افغانانو ته مرګژوبله واړوله خو خپل کسان یې د دغو جرایمو لپاره ونه پوښتل.

طالبانو لا د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي او امریکا هم کوم غبرګون نه دی ښوولی.

نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه ناسته پیلیږي

د مسکو فارمټ د یوې پخوانۍ ناستې انځور
د مسکو فارمټ د یوې پخوانۍ ناستې انځور

نن د روسیې په کوربه توب د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي ناستې اتمه دوره ترسره کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان، هند،ایران،قزاقستان،چین،قرغزستان،پاکستان،تاجکستان،ازبکستان استازي د روسیې په کوربه توب دې ناسته کې ګډون کوي.
د بیان په اساس تمه ده د سیمې د هېوادونو په اقتصادي او سیاسي اړېکو سربېره د ترهګرۍ او مخدره موادو ضد سیمه ییزو اهدافو باندې بحثونه وشي.

د افغانستان لپاره د روسیې د جمهوري ریاست خاص استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د رامنځته شویو کړکېچونو د هواري لپاره هڅې کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دې ناستې کې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ مسکو ته ته تللی.

په هند کې د انتخاباتو د کمیسیون د یو لړ اقداماتو پر ضد پراخ لاریونونه روان دي

هند کې د ټاکنو کمیسیون پر ضد د لاریون یوه برخه
هند کې د ټاکنو کمیسیون پر ضد د لاریون یوه برخه

یکشنبه چې د مظاهرو دریمه ورځ وه زرګونه ځوانانو او د مخالف ګوند غړیو په نوې ډهلي او ممبۍ کې د رای ورکوونکو د نوملړ د اصلاحاتو او د هند د انتخاباتو د کمیسیون د مشر ګیانش کومار پر ضد سړکونو ته وتلي وو.

پولیسو ګن مظاهره چیان نیولي چې تر لنډې مودې وروسته یې خوشې کړي خو د ځینو نیول شویو پر ضد دوسیې هم ثبت شوي.

لاریونوال وایي چې د انتخاباتو کمیسیون د صدراعظم ناریندرا مودي د واکمن ګوند بهارتیا جاناتا په پلوۍ د رای په شرایطو برابر میلیونونه کسان د رایې ورکولو له حقه محروم کړي.

خو د ټاکنو کمیسیون وایي چې دوی د ټاکنو د ښه ترسراوي او خوندیتوب په هدف د رای ورکوونکو نوملړ اصلاح کوي تر څو تکراري نومونه او د مړیو او یا هغو خلکو نومونه لرې شي چې د رایو په شرایطو برابر نه دي.

د دوشنبې په ورځ هم مخالفو ګوندونو د ټاکنو د کمیسیون په وړاندې د ډموکراسۍ د ژغورلو په شعار سره د مظاهرو غږ کړی.

امریکا دوه ایراني ډپلوماټان له خپلې خاورې وایستل

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې کې د ایران پلاوی - عکس د تېرې اوونۍ دی
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې کې د ایران پلاوی - عکس د تېرې اوونۍ دی

امریکا د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د ایران د پلاوي دوه شامل ډپلوماټان وروسته له هغه له دغه هېواد وایستل چې د امریکا له خاورې د وتلو امر یې له پامه غورځولی و.

د راپورونو له مخې امریکا دا دوه ډپلوماټان د شنبې په ورځ له خپلې خاورې وایستل.

دا دوه ایراني ډپلوماټان د عمومي اسمبلې له پای ته رسېدو وروسته لا هم په نیویارک کې پاتې وو.

امریکایي چارواکو تېره دوشنبه په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ ته امر کړی و چې د ایران د پلاوي ټول غړي باید ژر له امریکا ووځي.

د ایران استازولۍ ته د جمعې په ورځ هم خبر ورکړل شوی و چې دوی په نیویارک کې د ایران د پلاوي د دوو غړو له پاتې کېدو خبر دي او باید ژر ووځي.

د واخان سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

واخان کې د نوي سړک یو انځور
واخان کې د نوي سړک یو انځور

د طالبانو حکومت وايي په بدخشان کې د واخان سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه سړک د پرانیستلو لپاره د یکشنبې په ورځ په بدخشان کې یو لړ مراسم نیول شوي و.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبدالطیف منصور ویلي چې له بروغیل پولې نیولې له چین سره تر صفري نقطې پورې د ۱۲۱ کیلومترو په اوږدوالي دا سړک د ۳۶۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی.

په دغه سړک باندې له ۲۰۲۴ کاله کار پیل شوی و.

د راپورونو له مخې د واخان د سیمې خلکو به مخکې څو ورځې تر بروغیل پولې سفر کاوه څو مهم خوراکي او نور اړین مواد واخلي.

د واخان سړک د طالبانو د حکومت او چین له لویو ګډو پروژو ګڼل کېږي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو د عینک د مسو د کان ځنډیدلی قرارداد له سره ونیول شو او د سرو زرو او ځینو نورو ګازي پروژو په استخراج کې هم له چین سره تړونونه وشول.

په افغانستان کې د شیعه ګانو د ځینو مراکزو د تړل کېدو په اړه ایران غبرګون ښوولی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له خوا د شیعه ګانو د ځینو دیني او فرهنکي مراکزو د تړل کېدو په غبرګون ویلي چې دا راپورونه په جديت څېړي او له طالب چارواکو سره خبرې کوي.

د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا موضوع ایران ته «ډېره مهمه» ده.

هغه وویل چې د ایران حکومت واردمخه په کابل کې له اړوندو چارواکو سره خبرې کړي او په دې اړه به حتما له هغوی سره بحثونه په جدي توګه مخته وړل کېږي.

د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت شاوخوا لس ورځې مخکې د تبیان په نوم یو مرکز چې د ایران د رژیم له ملاتړ برخمن بلل کېږي تړلی او ځینې کارکوونکي یې هم د لنډې مودې لپاره توقیف کړي وو.

تر دې مخکې هم د طالبانو حکومت د خاتم النبیین مرکز او مدرسه محاصره او تخلیه کړې وه او هم یې د تمدن ټلویزیون فعالیتونه درولي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG