د اسیا جام په کرکټ لوبو کې د افغانستان وروستۍ ګروپي لوبه نن له سریلانکا سره ده.
د بنګلهدېش په وړاندې تر ماتې وروسته افغان لوبډله دا وار د اسیا جام له مخکیني اتل ټیم سریلانکا سره مخ دی.
سریلانکا خپله لومړۍ لوبه له بنګلهدېش ګټلی او د افغانستان په وړاندې بری به یې په څلور غوره ټیمونو کې ځای لا پسې پوخ کړي.
د کرکټ مبصر او لیکوال مادوشکا بالاسوریا د کرک انفو په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان سوپر فور ته د وتلو لپاره باید په لوی توپیر له سریلانکا لوبه وګټي.
هغه ویلي، که افغانستان د بېلګې په توګه تر ۲۷۵ مندې جوړې کړای شي باید د سریلانکا ټیم د لږ تر لږه ۶۵ منډو په توپیر اوټ کړي یا که برعکس افغان ټیم هر هدف پوره کوي باید په ۳۵ اوورونو یا تر هغه مخکې ور ورسېږي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
په دې ترتیب د افغانستان د ټیم لپاره سوپر فور یا څلورو غوره پړاوونو ته د وتلو لار لا پسې سخته شوې ده.
خو د افغان لوبډلې مرستیال روزونکی رییس احمدزی وايي، په خپل ټيم باوري دی.
هغه چې له بنګلهدېشه تر ماتې وروسته خبریالانو سره غږېده له سریلانکا سره د لوبې په اړه یې وویل: "هغسې چې د کرکټ مینهوال فکر کوي چې موږ به یواځې تصادفي ځينې ټيمونه ماتوو هغسې نه ده موږ په همدې وروستیو کې بنګلهدېش او سریلانکا مات کړي دي. نو موږ کولای شو چې هر ټیم مات کړو او بل پړاو ته لار پيدا کړو."
لوبه ماسپيښین په دوو بجو پيلېږي.
قذافي سټډیوم د توپ وهنې یا بېټېنګ لپاره مناسب ګڼل کېږي او هم یې باونډرۍ نسبتاً وړې دي.
خو د کرکټ مبصرین وايي چې په بالېنګ یا توپ اچونه کې بیا ددویم نوبت ټیم هم له ستونزو سره مخ کېدای شي ځکه د تودوخې له امله لوبغاړو ته ستونزمنه تمامېږي چې څو ساعته په میدان کې پاتې شي.
افغانستان او سریلانکا تر دې مخکې پنځه واره په یو ورځنیو لوبو کې لوبېدلي چې سریلانکا درې پر دوه مخکې دی.

د افغانستان او سریلانکا د تېرې جون په میاشت کې هم لوبې ترسره کړې وې. په انځور کې افغان لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ د توپ وهنې پر مهال لیدل کېږي. June 2, 2023
خو سریلانکا بیا له خپلو وروستیو ۱۱ لوبو هېڅ یوه نه ده بایللې حال دا چې افغان ټيم په وروستیو پنځو لوبو کې یوه هم نه ده ګټلې.
د افغانستان لپاره ځینې لوبغاړي لا نه دي لوبېدلي له هغې ډلې ورو توپ اچوونکی نور احمد او بل توپ وهونکی ریاض حسن چې تمې کېږي دواړه به وروستۍ لوبې ته راوستل شي.
اسیا کپ د پاکستان او سریلانکا په ګډ کوربه توب پيل شوی او د افغانستان او سریلانکا له لوبې وروسته به سوپر فور یا څلور غوره ټیمونو لوبې پيل شي.
دا وار په اسیا جام کې افغانستان، بنګلهدېش، هند، پاکستان او نیپال ګډون لري.