افغانستان
کرکټ؛ د اسیا جام لپاره د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ نن د اسیا جام سیالیو لپاره خپله ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې چې د اسیا جام سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۳۰مه نېټه په پاکستان کې پیل شي.
د افغانستان په اعلان شوې لوبډله کې حشمت الله شهیدي، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمدنبي، اکرام علیخېل، راشدخان، ګلبدین نایب، کریم جنت، عبدالرحمن رحماني، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، نور احمد، سلیم ساپی او فضل حق فاروقي شامل دي.
د افغانستان ملي لوبډلې په خپلو وروستیو سیالیو کې درې د صفر پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په خپل کوربتوب پاکستان ته وبایلله.
د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان د لوبډلې د اعلان په تړاو په رسنیز کنفرانس کې وویل، وروستیو تمریناتي کمپونو او لوبو ته په کتو یې لوبډله ټاکلې ده.
د اسدالله خان په خبره عظمت الله عمرزی او نوین الحق د ټپونو له امله لوبډلې ته نه دي غوره شوي، خو د وفادار مومند د نه انتخاب په تړاو یې واضح دلیل وړاندې نه کړ.
دغه راز نجیب الله ځدراڼ چې د پاکستان تر لوبلړۍ وړاندې ټپي شوی و، بېرته لوبډلې ته راغلی، خو شاهدالله کمال چې د پاکستان پر وړاندې په وروستۍ سیالۍ کې نسبتاً ښه وځلېد له لوبډلې لرې کړای شوی او پرځای یې شرف الدین اشرف غوره شوی دی.
د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان په ب ګروپ کې له بنګلهدېش او سریلانکا هېوادونو سره د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې سیالۍ کوي چې بیا به د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې د څلور غوره لوبډلو پړاو ته رسېږي.
د ویلو ده چې افغانستان به د سټمبر په ۳یمه نېټه له بنګلهدېش او په ۵مه نېټه له سریلانکا سره سیالۍ ترسره کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو له حکومت سره د تعامل پر لارې نقشې خبرې کړې دي
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د وزیرانو د اړیکو ډلې نن په یوه مقدماتي غونډه کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره د لارې نقشې پر جوړولو خبرې کړې دي.
دغه سازمان وايي، د غونډې ګډونوالو د افغانستان سیاسي او بشري وضعیت ارزولی او د دغه هېواد د خلکو د ملاتړ، ثبات او پرمختګ لپاره یې له طالبانو سره د تعامل د یوه پړاویز چوکاټ پر جوړولو نظرونه تبادله کړي دي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راوروسته، تر اوسه هېڅ هېواد د دې ډلې حکومت په رسمي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د افغانستان یو شمېر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو له دغه حکومت سره ډیپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې لري.
ملګري ملتونه: د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله ۶۴۹ زره ټنه کنډوالې پاتې دي
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د اګست په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې د زورورې زلزلې له امله څه باندې ۶۴۹ زره ټنه خاورې او کنډوالې پاتې دي، چې د پاکولو لپاره یې شاوخوا ۴۰ زره او ۵۰۰ لاریو ته اړتیا ده.
دې سازمان د سپوږمکۍ د تصویرونو له مخې، ویلي چې د زلزلې له امله ښايي د ۲۳ زرو او ۳۱ زرو ترمنځ کسان بېځایه شوي وي. شاوخوا ۱.۴ میلیونه کسان د زلزلې له سختو ټکانونو سره مخ شوي او په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبرداری ورکړی چې د ژمي په رانژدې کېدو سره زلزلهځپلې کورنۍ خوندي سرپناه، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته بېړنۍ اړتیا لري.
دغه سازمان د نړیوالې ټولنې د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د کنډوالو پاکول او د ویجاړو شویو سیمو بیارغونه باید په خوندي او اغېزمن ډول ترسره شي.
د اسیا د الف لوبډلو سیالۍ: افغانستان له هانګ مانګ سره مخامخ کېږي
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د اسیا د الف لوبډلو په جام کې له دوو پر له بسې ماتو وروسته سبا له هانګ کانګ سره د سیالۍ میدان ته وځي.
پرون (شنبه) د بنګله دېش الف لوبډلې د افغانستان الف لوبډلې ته په یو ویکټ ماتې ورکړه. تر دې وړاندې لومړۍ مسابقه د سریلانکا لوبډلې له افغانستان څخه ګټلې وه.
نن په بي ګروپ کې هند او پاکستان مخامخ کېږي.
افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادرات ۳۲ سلنه زیات شوي
ایران وايي، د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د ایران د غیرنفتي توکو صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله د وزن له مخې ۳۲ سلنه زیات شوي دي.
د ایران د تایباد ښار د دوغارون ګمرک عمومي رئیس د شنبې په ورځ وویل، چې ایران په دې موده کې د دوغارون د ګمرک له لارې افغانستان ته ۷۴۵ زره او ۷۰۰ ټنه غیرنفتي توکي صادر کړي دي.
د هغه په وینا، د دغو صادراتو ارزښت ۲۴۷ میلیونه او ۵۹۰ زره ډالرو ته رسېږي، چې د تېر کال د همدې مودې پرتله یې ارزښت هم ۱۰ سلنه زیات شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې په دې اوو میاشتو کې د دوغارون له لارې افغانستان ته یو میلیون او ۲۱۶ زره ټنه توکي رسېدلې، چې ارزښت یې دوه میلیارده او ۳۹۸ میلیون ډالره دی.
نوموړي ویلي، چې په دې موده کې له افغانستان څخه د همدې ګمرک له لارې ایران ته ۱۱ زره او ۸۸۴ ټنه توکي وارد شوي، چې ارزښت یې ۲۲ میلیونه او ۳۵۰ زره ډالره دی.
افغان سندرغاړی وحید صابري ومړ
افغان سندرغاړی وحید صابري د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
په تاشکند کې د افغانانو د ټولنې مشر نعمتالله رحماني امریکا غږ ته د صابري د مړینې خبر تأیید کړی دی.
رحماني ویلي، کله چې هغوی د شنبې په سهار د هغه کور ته ورغلل، د وحید صابري جسد یې وموند.
رحماني زیاته کړې چې مرحوم صابري له "پخوا څخه د زړه ناروغي درلوده او د ډاکترانو په لارښوونه تر څارنې لاندې و".
وحید صابري په افغانستان کې د ۶۰مې هجري شمسي لسیزې یو له مشهورو سندرغاړو څخه و.
هغه د «باران» په نوم د موسیقۍ د ډلې غړی هم و چې مشري یې بل افغان سندرغاړي، فرهاد دریا کوله.
فرهاد دریا ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې وحید صابري د هغه د ځوانۍ او هنري فعالیتونو ډېر خوږ ملګری و او په مړینهیې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه.
یو شمېر نورو افغان سندرغاړو او د هغه د غږ مینهوالو هم د وحید صابري پر مړینه خواشیني ښودلې ده.
سرپل د افغانستان دوهم له ماینونو پاک ولایت اعلان شو
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې سرپل د افغانستان دوهم ولایت اعلان کړی چې په وینا یې، له ماینونو پاک شوی دی.
د دې ادارې ویاند محمدیوسف حماد د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۱مه، په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې د څېړنو له مخې، د سرپل په هېڅ ولسوالۍ کې د پخوانیو جګړو او د پخواني شوروي اتحاد د جګړې له وختونو څخه پاتې ماینونه نشته.
هغه زیاته کړې چې د سیمې د ارزونې، له اوسېدونکو سره د سلا مشورو او د سیمهییزو چارواکو د تایید له مخې، دغه ولایت له ماینونو پاک شوی دی.
طالبانو تر دې مخکې بامیان هم له ماینونو او ناچاودو توکو پاک ولایت اعلان کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي و، په افغانستان کې شاوخوا ۳.۳ میلیونه کسان له ماینونو او ناچاودو توکو ککړو سیمو په یوه کیلومترۍ کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو راهیسې تر اوسه له ۴۵ زرو ډېر افغانان د جګړو له پاتې ماینونو او ناچاودو مهماتو څخه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
روسیې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې د فعالیتونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په افغانستان کې د ثبات ټینګښت د سیمې د امنیت لپاره اړین دي.
دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس فریلسن له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه ټولنه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا ادعا وکړه چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.
تر دې مخکې، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای پلس امنیتي غونډې ته ویلي و چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د معلوماتو له مخې، داعش خراسان څانګه د خپلو فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره له بېپیلوټه الوتکو او مصنوعي ځیرکتیا څخه کار اخلي.
د طالبانو د صنعت وزیر له کینیا څخه د چای او قهوې د واردولو غوښتنه وکړه
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د کینیا د کانونو له وزیر حسنعلي جوه سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې د چای او قهوې ترڅنګ د دغه هېواد د نورو تولیداتو صادرات هم افغانستان ته زیات کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لورو په دارالسلام کې د پانګونې د اووم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د سوداګریزو اړیکو، پانګونې، د کانونو د پروسس او صادراتو او د کرنیزو او صنعتي تولیداتو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په وینا، دواړو خواوو د ګډو نندارتونونو د جوړولو او د ګډې کاري ډلې د رامنځته کولو لپاره د هوکړهلیک پر چمتو کولو هم موافقه کړې ده.
له روسیې پرته د نړۍ هیوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني خو له دې سره سره د طالبانو حکومت له بېلابېلو هیوادونو سره سوداګري اړیکې پالي.
کرکټ: د افغانستان او بنګلهدېش الف لوبډلې د سیالۍ میدان ته وځي
د اسیا د الف کرکټ لوبډلو د جام د سیالیو په دوام کې نن د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلې مسابقه لري.
دا سیالي د افغانستان په وخت د ماسپښین په دوه نیمه بجې د قطر په دوحه کې پیلېږي.
افغانستان تر دې مخکې لومړۍ مسابقه د سریلانکا پر الف لوبډلې بایللې ده.
افغانستان، بنګله دېش، سریلانکا او هانګ کانګ د اسیايي جام د الف لوبډلو په اې ګروپ کې دي.
له بلې خوا هند، پاکستان، متحده عربي امارات او نیپال په )بي( ګروپ کې له یو بل سره سیالي کوي.
د فراه یوه دیني مدرسه کې د هاوان چاودنه؛ ۴ ماشومان وژل شوي
د فراه په یوه دیني مدرسه کې د هاوان د زړې مرمې د چاودنې له امله ۴ طالب علمان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د فراه ولایت لپاره د طالبانو حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند کلیمالله ننګیال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې چاودنه د بکواه ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.
هغه ویلي: "طالبالعلمانو مرمۍ مدرسې ته لېږدولې وه چې هلته کوچنیو طالبالعلمانو پرې فشار راوړ او په پایله کې یې د مدرسې دننه چاودنه رامنځته شوه."
د پولیسو په وینا، وژل شويو زدهکوونکو د ۱۰ او ۱۶ کلونو ترمنځ عمرونه لرل او ټپیان د فراه مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو راهیسې، تر ۴۵ زرو ډېر افغانان د جګړو څخه د چاودېدونکو پاتې شونو او ماینونو له امله مړه یا ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اکټوبر په میاشت کې خپل راپور کې ویلي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې ۳۲۴ پېښې ثبت شوې دي.
په دې پېښو کې تقریباً له هرو ۱۰ وژل شویو او ټپیانو څخه اتهیې ماشومان و.