د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

افغانستان نن پاکستان سره د روانو سیالیو درېیمه او وروستۍ لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر غړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر غړي

ټاکل شوې ده، چې نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د پنځوس اوورنو د روانې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه وشي.

لومړۍ دوې لوبې پاکستان ګټلې دي، چې د سرېلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوې.

ننۍ لوبه د سرېلانکا په پلازمېنه کولمبو کې په پام کې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند نسیم سادات ازادي راډیو ته د دې لوبو په اړه وویل:

" په مجموع کې به دا لړۍ زموږ د لوبډلې لپاره ګټور ثابت شي، ځکه چې موږ تر دې لوبو وروسته اسیایي جام او بیا نړیوال جام مخې ته لرو. که خدای کول دا سیالۍ به د افغانستان له ملي لوبډلې سره ډېره مرسته وکړي"

د اسیا د کرکټ جام لوبې د اګست په یو دېرشمه پيلیږي.

د دې جام کوربانه، پاکستان او سرېلانکا دي.

په دې یو ورځني جام پسې، د پنځوس اورونو نړیوال جام د اکتوبر په پنځمه په هند کې پیلیږي.

XS
SM
MD
LG