سيګار: افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو د نیشه یي توکیو سوداګري روانه ده

د کوکنارو یو کرل شوی فصل او ورسره د طالبانو ولاړ امنیتي کس - ارشیف

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې اداره یا سيګار وايي چې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو سره -سره بیا هم د نشه يي موادو سوداګري دوام لري.

د سيګار په تازه راپور کې راغلي، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه راپور او عمومي معلومات نشته، خو د دوو ولایتونو تخميني راپورونه ښيي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی.

د سيګار څېړنې ښيي، چې د کوکنارو د کښت منع کولو سره په افغانستان د کېمیاوي نشه يي موادو توليد او د سيمې هېوادونو ته د دې نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.

د موضوع نور تفصيل به په دې راپور کې د لېنک له کېکاږلو سره واورئ.

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د نیشه یي توکیو په اړه د سیګار ارزونه