امريکا هورموز تنګي او عمان سمندرګي ته نورې جيټ الوتکې او جنګي بېړۍ استوي 

هورموز تنګی- امریکایي بېړۍ

د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی، چې د سوداګریزو بېړیو د امنیت په هدف هورموز تنګي او عمان سمندر ته نورې جیټ الوتکې او جنګي بېړۍ استوي.

پنټاګون پرون وویل، دوی به څو اېف ۳۵ جنګي الوتکې او جنګي بېړۍ چې مخکې په سره سمندر کې ځای پر ځای وې، دغې سیمې ته ولېږي.

امریکا وروسته تر دې دا اقدام کوي، چې ایران په وروستیو کې هورموز تنګي ته نږدې د تېلو د دوو بېړیو د توقیف هڅه او پر یوې هغې یې ډزې کړي دي.

ټاکل شوې، د فارس خلېج سیمې ته د امریکا لېږدېدونکې الوتکې به د سوداګریزو بېړیو پر سر امنیتي ګزمې کوي.

د امریکا سمندري ځواکونه وایي، ایران په تېرو دو کلونو کې لږ تر لږه پنځه سوداګریزې بېړۍ درولي او پر ۱۲ نور یې برید کړی دی.