د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

امریکا د هورموز تنګي د تړلو په اړه ایران ته بيا خبرداری ورکړ


سپینه ماڼۍ خبرداری ورکوي، د هورموز د تنګي تړل به له سرې کرښې څخه پښه اړول وي.
سپینه ماڼۍ خبرداری ورکوي، د هورموز د تنګي تړل به له سرې کرښې څخه پښه اړول وي.

راپورونه وايي، د امریکا متحدو ایالتونو ځینې پټ چینلونه کارولي او له هغې لارې یې د ایران مذهبي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د هورموز د ستراتیژیک تنګي تړل به له سرې کرښې پښه اړول وي.

ایران خبرداری ورکړی و، چې که چیرې پرې برید وشي او یا پرې نور بندیزونه ولګول شي نو د هورموز تنګی به وتړي. دا سمندري لاره د نړۍ د پنځمې برخې د نفتو د انتقال لاره ده.

خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو امریکايي چارواکي له خولې ویلي، چې سپینې ماڼۍ د ایران له مذهبي مشر ایت الله خامنه يي سره د ځینو لارو څخه اړیکې نیولې او هغه ته یې دا پیغام رسولی، چې د هورموز د تنګي تړل به له سرې کرښې څخه پښه اړول وي او عکس العمل به را وپاروي.

دې چارواکي په دې اړه څه نه دي ویلي، چې دا تماس له کومې لارې نیول شوی، خو ویلي یې دي، چې د ایران مذهبي مشر ته یې دا پیغام د سویس له لارې چې ډیرکله د امریکا او ایران ترمنځ تماسونه ټینګوي نه دي رسیدلی.

سپینې ماڼۍ که څه هم دا نه ده تایید کړې، چې د ځینو پټو لارو یې د ایران مشرانو سره تماس نیولی دی، خو د سپینې ماڼۍ ویاند ″جي کارني″ ویلي، دوی خپل نظر ایراني مشرانو ته په ډاګه کړی دی.

نوموړی ویلي، موږ په تیرو کلونو کې هم همدا چاره کارولي او د ایران چارواکو ته زموږ هر استولی پیغام له هغې پیغامونه سره یو ډول دی، چې موږ یې په عامه توګه وايو.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، امریکا اندېښنه لري، چې د ایران د انقلاب د پاسدارانو محافظه کاره قومندان به په کوم پارونکي اقدام لاس پورې کړي او جګړه به ونښلي.

له بلې خوا ویل کېږي، چې اروپايي ټولنه د دې میاشتې تر وروستیو پورې د ایران د نفتو پر سیکتور پر یو لړ بندیزونو کار کوي.

د اروپايي ټولنې ډیپلوماټان وايي، دا بندیزونه چې ټاکل شوې، د جنورۍ د میاشتې تر درویشتمې نیټې تصویب شي، ښايي شپږ میاشتې نور هم وځنډول شي.

په دې ترتیب به یونان هسپانیا او ایټالیا چې تر ډیر د ایران پر نفتو متکي دي، متبادلې لارې چارې ومومي.
XS
SM
MD
LG