د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

ايران د ١٣ ايراني بېړۍ چلوونکو په ژغورنه کې د امريکا مننه وکړه


د امریکا د دفاع وزارت وايي د عربو په بحیره کې د دوی سمندري سرتیرو ۱۳ ایراني کښتۍ چلوونکي له سمندري غلو چې دوی یې برمته کړي و ژغورلي دي .

د امریکا د دفاع وزارت ویلي ایرانۍ کښتۍ د دې پېښې له پای ته رسیدو وروسته د ایران په لور روانه شوې ده.

راپورونه وايي دا امریکا بیړۍ چې برمته شوي ایرانیان یې ژغورلي له هماغو پوځي بیړیو څخه ده چې ایران یې د هورمز تنګي ته له ورستنیدو سره مخالفت کاوه .

په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ له یوې ورځې بلې ته زیاتیږي ، د امریکا سمندري ځواکونو هغه دیارلس ایراني کب نیونکي ژغورلي چې سوماليايي سمندري غلو برمته کړي وو .

دا ایرانیان وروسته له هغې چې امریکايي بیړۍ له دوی څخه یو پیغام ترلاسه کړ د پنجشنبې په شپه د امریکا سمندري ځواکونو د تښتونکیو له منګولو خلاص کړل .

امریکايي سرتیرو د دوی د ژغورنې په عملیاتو کې پنځلس تنه مشکوک سمندري غله هم نیولې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې ویکتوریا نولاند ویلي امریکايي سرتیرو دې خوشې شويو ایرانیانو ته په خپله بیړۍ کې ځای ورکړ دوی ته یې خواړه او اوبه ورکړې او لازمې طبي مرستې یې ورته برابرې کړي .

د امریکايي چارواکو په وینا خوشې شویو ایرانیانو د امریکا د سمندري ځواکونو مننه وکړه او بیا په خپله کښتۍ کې د ایران پر لور روان شول .

د ایراني کب نونکیو دا کښتۍ د نومبر د میاشتې په ورستیو کې د سوماليې سمندري غلو د عربو په بحیره کې برمته کړې وه ، د کښتۍ چلونکي وايي چې غلو د دوی له کښتۍ څخه پر نورو کښتیو د بریدونو لپاره د مرکز په توګه کار اخیست .

د ایران د سمندري ځواکونو قومندان جنرال عطالله صالحي د جنورۍ پر دریمه د امریکا د سمندري ځواکونو کښتیو ته خبرداری ورکړی و چې د هورموز تنګي ته نژدې نه شي کنه ایران د خبرداریو د تکرار عادت نه لري .

خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ویکتوریا نولاند وايي په زړه پورې داده چې د دوی له همدې کښتیو چې ایران خبرداري ورکړی و یوې یې د ا ایرانیان د تښتونکیو له منګولو خوشې کړي دي .

(( له هغو بیړیو څخه یوې چې د هورموز تنګي ته مخکني سفر یې د ایران انتقادونه راپوروته کړي و ، د جان ستینیزبیړۍ چې یوه لویه الوتکې وړونکې پوځۍ بیړۍ ده د ایراني کب نیونکیو کښتۍ یې له سمندري غلو ژغورلې ده . ))

د ستینز په بیړۍ کې د نیویارک ټایمز یو خبریال چې له خوشې شویو ایرانیانو سره یې خبرې کړي د یو ۲۸ کلن ایراني له خولې چې فضل الرحمن نومیږي ویلي داسې ښکاري چې د ژغورونکیو امریکايي بیړۍ خدای پاک د دوی د ژغورنې لپاره ور استولې ده .
XS
SM
MD
LG