امریکا او اروپایي ټولنه: روسیې د اوکراین د غلې له تړون څخه په وتو ظلم وکړ

د غلې د صادراتو دا تړون د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب په ترکیه کې لاسلیک شوی و. تصویر: ارشیف ۲۰۲۲

متحدوایالتونو او اروپايي ټولنې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې د صادراتو له موافقې څخه د روسیې وتل ظلم بللی.

روسیې نن دا تړون لغوه کړ.

په ملګروملتو کې د امریکا سفیر او دایمي استازې لینداتوماس ګرینفیلډ پر روسیې تور ولګاوه، چې بشري مسایل یې برمته کړي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اوزولا وان دیرلین بیا د روسیې دا اعلان یو ناوړه اقدام وباله.

د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب د دغه رامنځته شوي تړون په اساس، د غلې له لوی صادروونکي هېواد اوکراین څخه افریقا، منځني ختیځ او آسیا ته چې لوږه په کې په زیاتېدو ده غنم او د غلو دانو نور ډولونه صادرېدل.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن په یوه انلاین خبري کنفرانس کې د دې تړون د لغوه کېدو د اعلان پرمهال وویل، روسیه به هغه مهال له دې تړون سره بیا یوځای شي، چې په دې تړون کې یې غوښتنې ومنل شي.