د روسیې او کریمیا ترمنځ غځېدلي پله باندې د شوي برید له کبله دوه تنه وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.
روسیې ادعا کړې چې دغه نننی برید د اوکراین لهخوا د امریکا او بریتانیا د استخباراتو په مرسته شوی دی. دا برید داسې مهال شوی چې نن دوشنبه د اوکراین د غلو د صادراتو هوکړه هم پای ته ورسېده او د تمدید کوم څرکیې نهښکاري.