د اروپا په جنوب کې د کمسارې تودوخې د لا زیاتېدو وړاندوینه شوې

په هسپانیا کې د تودوخې توده څپه

د اروپا د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د تودوخې کمسارې څپه به په څو راتلونکو ورځو کې د اروپا په جنوب لا شدیده شي.

د راپورونو له مخې هسپانیا، ایټالیا او یونان په تېرو ورځو کې له بې‌ساري تودوخې سره مخ و چې په وروستیو څوکلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د ایټالیا د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې ښایي د تودوخې اندازه د سانتي ګراد له ۴۵ درجو واوړي.

تر دې مخکې په اروپا کې تر ټولو زیاته تودوخه د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې د ایټالیا په سیسلي کې ثبت شوې وه چې اندازه یې د سانتي ګراد ۴۸،۸ درجې وه.