په اروپا کې د سړې هوا څپه دوام لري او ۱۰ تنه نور په پولنډ کې د سختې یخنۍ له کبله مړه شوي دي.
په ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو کې چې زرګونه خلکو پناه وروړې ده، پرلهپسې واورو او سړې هوا د پناه غوښتونکو او بېکوره خلکو کړاوونه زیات کړي دي.
د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې د بېسرحده ډاکترانو ټولنې غړې میلینا رادوسا فلیویچ روېټرز خبري اژانس ته وویل:
"د دې لپاره چې په وروستیو ورځو کې هوا منفي ۲۰ درجې ده، سخت یخ دی، خلک ورڅخه په ډېر کړاو کې دي. په ټول هېواد کې زکام او ناروغۍ خپرې دي."
یوه ۱۳ کلن افغان پناه غوښتونکي نعمت چې یوازې سربیا ته رسېدلی، فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل:
"ډېره سخته ده، خصوصاً د شپې په مخه. تېره شپه منفي ۱۵ درجې وه."
ده همداراز وویل چې له درېيو میاشتو راهیسې په سربیا کې انتظار باسي او لا هم نهپوهېږي چې کله به له دې ځایه لاړ شي.
پرون دوشنبه په سربیا کې ښوونځي بند وو، خو په مسکو کې چې د هوا تودوخه د سانټي ګراد منفي ۲۰ ته ورسېده، ښوونځي پرانیستل شول.
د سربیا په مرکز بلګراد کې ۱۵۰۰ پناه غوښتونکي چې اکثرهیې افغانان وو او په پرانیستې فضا کې یې اړولي وو، ګودامونو ته انتقال شول.
ویل شوي چې سلګونه افغان نارینه په سمټي فرشونو ویده کېدل او ځانونه بهیې د پلاستیکي کڅوړو په سوځولو تودول.
د افغان پناه غوښتونکو استازي محمد مسعود وویل:
"هر شی کنګل دي په تېره بیا د شپې لهخوا. دلته هېڅڅوک پاتې کېدای نهشي خو موږ ناچاره یو چې نهیوازې مشران مو بلکې مجردان او کورنۍ مو دلته پاتې شي."
۲۲ کلن سلیم شینواري وویل:
"هوا ډېره سړه ده، موږ مجبوره یوو چې اور ولګوو. مرستندویان موږ ته خواړه راکوي خو د یخنۍ چاره مو نهکوي."
د سربیا چارواکي وايي چې دغه هېواد ته شاوخوا ۷ زره افغانانو، عراقیانو او سوریهوالو پناه وړې ده.
په بلګراد کې یوه بل افغان برهان ځدراڼ وویل، اکثره پناه غوښتونکي په اوونۍ کې یو یا دوه وارې پولي ته ځي او هڅه کوي چې له سرحده واوړي خو هنګري ته تګ اسانه نهدی.
په وروستیو څو ورځو کې په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه شوي چې اکثرهیې پناه غوښتونکي دي.
د یکشنبې ورځ په پولنډ کې د هوا د تودوخې درجه د سانټي ګراد منفي ۲۹ ته ټیټه شوه او د پولنډ د ملي امنیت مرکز د دوشنبې په ورځ وویل چې ۱۰ تنه مړه شوي.
د دغه مرکز په وینا د نومبر له لومړۍ څخه تر اوسه پورې د هوا د سوړوالي له کبله د تلفاتو شمېر ۶۵ تنو ته ورسېد.
د رسنیو د راپورونو پر اساس، وروستی کرېسمس په تېرو ۱۲۰ کلونو کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې تر ټولو سوړ کرېسمس و.
په یونان او ایټالیا کې هم چې د زرګونه پناه غوښتونکو کوربانه دي، په تېره یوه اوونۍ کې هوا سخته سړه شوې ده.
راپورونه وايي چې په دواړو هېوادونو کې یو شمېر پناه غوښتونکي د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.
یونان چې تر ۶۰ زره زیاتو پناه وروړې ده او اکثرهیې د سوریې اتباع دي، ډېر پناه غوښتونکي کورونو ته انتقال کړي دي.